(کابل ټکی کام جمعه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۴ل):
دغه لوبه چې نن شارجې کې تر سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه په خپلې بریا سره پای ته ورسوله .
د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځینیو او ۲ شل اوریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ یو ورځینۍ سیالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله و توپوهنه یې پیل کړه. ملي لوبډلې د سیالۍ په ۳۹ اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نورعلي ځدراڼ ۶۳ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۸۲ منډې جوړې او سیالي یې د ۴۹ په توپیر د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسوله.
د افغان ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري حمزه هوتک ۴، محمد نبي عیسی خیل ۳ او میرویس اشرف ۲ لوبغاړي وسوځول.
امیرحمزه هوتک د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
سليم بریال


















