(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۱)
د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې تیره ورځ د کوټ ولسوالی اړوند د عطا خان کلي په سیمه کې د تندر پریوتو له امله د یوه سیپن ږیري په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي خبرپاڼې د خبر تر مخه، په دې پیښه کې د اصحاب الدین په نوم یو مخور وژل شوی او د یو پولیس په ګډون درۍ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د سختې ږلۍ له امله په شیرزادو،خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې فصلونو،ونو او نورو برخو کې خلکوته بیساري زیانونه اوښتي.
دغه راز د نازيان ولسوالۍ د سروبې په سيمه کې هم شديده ګلۍ ورېدلې او سيلابونه راغلي ،چې د يو شمېر خلکو زراعتي ځمکو او فصلونو ته يې خورا زيات تاوانونه اړولي دي .


















