غور: ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)
د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي، پېښه تيره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافرو يوه فلانکوچ موټر له سړکه ووت او چپه شو.
د خطيبي په وينا، په پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان دي.
د غور د عامې روغتيا رئيس د پنځو کسانو د وژل کېدو او شپږ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
ډير کله په هېواد کې ورته ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې اساسي لامل يې د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.



