فراه پوليس: بهرنيو ځواکونو بالابلوک کې خپلسري عمليات پيل کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)
د فراه امنيتي مسوولین وايي، بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې خپلسري عمليات پيل کړي چې مسؤليت به يې هم د بهرنيانو په غاړه وي.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب وايي، له تيرو دوه ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په تودنک او ګیراني سيمو کې د قاطع ملاتړ تر قوماندې لاندې د بهرنيانو عمليات روان دي چې په اړه يې ولایتي مسوولينو سره هيڅ ډول معلومات نه دي شريک کړي.
نوموړی وايي، د فراه هيڅ چارواکی په دې اړه خبر نه لري چې دغه عمليات د څه لپاره پيل شوي او د بهرنيانو هدف څه دی زياتوي د دغه عملياتو مسؤليت د بهرنيانو په غاړه دی.
په عين حال کې د فراه چارواکو تيره ورځ وويل، چې د طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ نښتې هم شوي چې په ترڅ کې يې اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي، بهرني ځواکونه یادې سيمې ته د هوايي ځواک په ملاتړ رسېدلي او ځای ځای يې طالبان مقاومت کوي.
خو تر اوسه طالبانو د دغه عملياتو او پکې د نښتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې هېواد کې ناټو ځواکونه خپلسري عمليات او هوايي بريدونه کوي چې ډير کله پکې ملکي وګړي هدف ګرځي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.



