شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کابل فتحې سره سمدستي د واجب القتل نجيب د اعدام زيري د هېوادوالو خوښي دوه چنده کړه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 28, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
44
ځلې شریک شوی
555
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مل پاسوال میدانوال

کمونستانو چې کله د روسانو په مټ کابل تصرف کړ نو د قلعه جواد حضرت صاحب – چې د هېواد په کچه يې عوامو ا و خواصو کې زيات محبوبيت درلود-کورنۍ په قتل عام سره د عالمانو او مؤمنو هېواد والو نيول او وژل پيل کړل.
احمدشاه مسعود او حکمتيار چې کله کابل ته ننوتل نو پخپل منځي جنګ يې د کابل د ورانولو افتتاح وکړه چې د دوی د واکمنی تر پايه يې دوام درلود او له نيم څخه زيات کابل ښار او شاو او خوا سيمې يې په کنډواله بدلې کړل..
کرزي او شمالي ټلوالی چې د امريکايي زميني او هوايي قواوو او بې دريغه شنو ډالرو په مټ په هېواد قبضه وکړه نو د بې ګناه هېواد والو په نيولو، زندانونو ته اچولو، کورونو او مدرسولو ورانولو او چور او تالان باندې يې افتتاح وکړه چې دا لړۍ په ټول هېواد کې تراوسه دوام لري، چې ورځ تر بلې لا زور اخلي.
مګر طالبانو چې کله له کابل څخه جګړه ماران واېستل د داسې يو چا په اعدام يې د هېواد والو زخمي زړونه ټکور، د شهيدانو روحونه خوښ، د يتيمانو اوښکې وچې آو دکونډو په شونډو مسکا خپره کړه چې د ټولو هېواد والو بلکې ټولې اسلامي نړۍ په نزد واجب القتل و، دا هغه ډاکتر نجيب وه چې د سرتمبګۍ، وحشت او قساوت امله به نورو کمونستانو هم نجيب ګاو بللو .
نجيب ګاو سزا همدا نه ده چې دی د قتل شوی وای او بس، خو په دنيا کې تر دې سخته سزا بله ممکن نه ده او نه اجازه شته، خو موږ په دې باور يو چې الله به د ټولو ظلمونو انتقام ترې اخلي، بلکې تر قيامته د مخه به هم د خپل ظلم د جنس په سزا محکوم وي ان شاء الله.
شاه ولي الله محدث دهلوي رح ليکلی دي چې ما ظالم حجاج بن يوسف په خوب وليد پوښتنه مې ترې وکړه چې څه درسره وشول، هغه وويل: څومره انسانان مې چې په کوم ډول تعذيب وژلي وو د هغوی هر يو تن په بدل کې په هماغه نوعيت تعذيب سره يو يو ځل ووژل شوم، خو د سعيد بن جبير رضی الله عنه د قتل په بدل کې اويا ځله قتل کړای شوم، وای بيا مې ترې وپوښتل چې نور څه طمع لرې څه به درسره وشي؟ ويل يې د الله تعالی له رحمت څخه نا اميده نه يم که مې معاف کړي.
دا خو هغه حجاج وه چې بې ساري ديني خدمتونه يې هم کړي دي بلکې له کافرانو سره يې د امت د نجات او اسلامي دين خپراوي په منظور جهاد جاري ساتلای وو.
ډاکتر نجيب خو روسانو روزلی او ګمارلی د دې لپاره و تر څو د ظلمونو او خپلو عوام فريبانه صلاحتيونو په مټ له فغانستان څخه د اسلام بيخ او ريښې وباسي چې د خپلې واکمنی تر پايه يې په دې هکله روسانو ته خپله وفاداري ثابته کړه، هغه خو د بښنې طمع هم الله تعالی څخه نه شي کولای؛ ځکه چې د اسلامی اهدافو په مقابل کې د کفري اهدافو او کفري نظام لپاره دا ډول صداقت او اخلاص چې هېواد ورانول او په پرلپسې توګه هېواد وال شهيوانول او کورنو څخه کډه کولو ته مجبورولو له امله سړی يې د مسلمانی تصور هم نه شي کولای.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخکینې مطلب

د سعودي په زندان کې دوهم ستر دیني عالم سفر الحولي هم وفات شو

بل مطلب

دتاریخ سپینه ورځ / نعمان لطیف

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com