کندوز: چهاردرې ته د ګډوځواکونو ورغلې عملیاتي قوه شاتګ ته اړ شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۷)
راپورونه وایي چې،د کندوز ولایت د چهاردې ولسوالۍد امریکایي ځواکونو لویه عملیاتي قوه چې د صفر ۹ قطعې یې هم ملتیا کوله، د طالبانو د سختو بریدونو له امله شاتګ ته اړ شوې.
که څه هم چارواکي وایي چې، د امریکایی ځواکونو په ملتیا یې له چهاردرې څخه طالبان ایستلي او هغوی ته یې ګڼ تلفات اړولي خو د سیمې خلک او وسلوال طالبان بیا ادعا کوي، چې د امریکایي او افغان ځواکونو دغه عملیاتي کاروان د سختو بریدونو او چاودنو له امله تیښتې ته اړ شوی.
طالبان وایي په دې بریدونو کې ۲ بهرني ځواکونه ، ۲۱ کمانډو عسکر او ۳ اربکیان وژل شوي او دغه راز ۲ بهرنیان ۱۱ افغان عسکر ټپیان دي.
طالبانو د ګډو ځواکونو عملیاتي کاروان ته د مالي تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې.
دغه راز طالبانو د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او یوه تن د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.
باید وویل شي چې امریکایي ځواکونو په دې عملیاتو کې د خپلو افغان ملګرو په ملتیا ګڼ شمیر اولسي کورونه بمبار او یا هم په درنو وسلو وویشتل چې له امله یې عامو هیواد والو ته درانه تلفات اوښتي دي.



