کندهار: پر معروف ولسوالۍ وسله وال بريد او موټربم چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۱)
د راپورونو له مخې، تيره شپه طالبانو د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ لومړی موټربم چاودنه کړې او وروسته يې د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی چې پوليسو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنيتي سرچينې وايي، موټربم چاودنه د يوه سرتيري بريدګر له خوا د هاموي ټانګ په واسطه شوې چې ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قومندانۍویاند ضيا درانی بريد تاييدوي په وينا يې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
طالبانو د بريد مسؤليت منلی وياند يې قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، موټربم د شوبلې په مټ شوی چې د امنيه قومندانۍ ودانۍ يې تخريب کړې زیاتوي د ولسوالۍ پر ودانۍ، د امنيت پر مديريت او امنيه قومندانۍوسله وال بريد کې ډيری عسکر وژل شوي دي.



