شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ټاکنو مخالفت باید ولې وکړو؟/ بریالی سعود

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اکتوبر 3, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

موږ افغانانو ته تر ټولو لویه مسئله د بهرني اشغال پای ته رسول دي. د بهرني یرغل پر وړاندې له تېرو اوولس کلونو راهیسې مبارزه روانه ده او فتحه ان شاء الله نږدې شوې ده. د امریکايي چارواکو د اوسنیو څرگندونو نه معلومېږي، چې دوی به افغانستان پرېږدي او خپلې پښې به سپکوي. همدا تېره میاشت همدغو بهرنیو یرغلگرو په ننگرهار، هلمند، کاپیسا، میدان وردگو او نورو ولایتونو کې له سلو ډېر افغانان شهیدان کړي او له ۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

په اوس وخت کې موږ نه خپل چارواکي لرو، نه مو ځمکه په خپله اراده کې ده او نه هم فضا، بلکې هر څه د امریکایانو په اختیار کې دي او په خپله خوښه یې استعمالوي. دوی زموږ پر کورونو، جوماتونو، ودونو، جنازو او په خپل لاس روزل شویو عسکرو هم بمباري کوي، خو هېڅکله یې په خپلو عسکرو بمباري ونه کړه.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

عجیب حالت دی. هېواد مو د نړۍ ۴۸ کفري هېوادونو یرغمل کړی، خو دلته خلک د هېواد، دین، خاورې او اسلام په نامه له خلکو رایې غواړي. امنیتي حالت تر دې خراب دی، چې هېڅوک ځان خوندي نه گڼي، بلکې د هر افغان په زړه کې وېره ده. هر ساعت د چاودنې، بمبار، وژنې، ترور او تښتونې احتمال شته، خو بیا هم خلک غونډې کوي، خلک تېرباسي او په غوړو ژمنو له خلکو رایې غواړي.

مسلمان باید له یوې سوړې دوه ځلې ونه چېچل شي. همدغه ولسي جرگې په تېرو اتو کلونو کې کومه لاسته راوړنه لرله، چې خلک بیا ټاکنو ته وربولي؟ همدغه ولسي جرگې له امریکا سره شوي امنیتي تړون ته مثبته رایه ورنه کړه؟ همدغه وکیلان پکې ناست نه وو؟ خو نن یې د څلورو کلونو مخکې سترگې لرې کړي او بیا له خلکو رایې غواړي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جان‌کېري لاسوهنه ونه کړه او اوسنی گډ حکومت یې افغانانو ته په میراث پرېنښود؟

څو چې موږ خپلواک شوي نه یو او خپل خلک، خپل چارواکي، خپل پوځ، خپل حکومت او ملت ته ځواب ویونکی حکومت مو لاسته راغلی نه وي، تر هغه وخته دلته ټاکنې هېڅ معنا نه لري. د ټاکنو د کمپاینونو نه مخکې دلته ځینې نوماندان بریالي اعلان شوي، ځینې خلک پردیو سفارتونو ودرولي، د ځینو تر شا گاونډیان او استخباراتي ادارې ولاړې دي او باالاخره د افغانستان راتلونکې ولسي جرگه به د نړۍ د استخباراتي سازمونو گډه ټولگه وي او اوسني شعارونه به یې ټول له مخې هېر کړي وي.

پرون د ننگرهار په کامې ولسوالۍ کې د یو نوماند په کمپاین غونډه کې چاودنه شوې، چې ۱۳تنه مړه او له ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي. ایا د ولسي جرگې ارزښت د یوه انسان له ژوند نه هم ډېر دی؟ ایا دغه بلواکه ټاکنې په دومره قربانۍ او لگښت ارزي؟ ایا دغه خلک به پر خپلو ژمنو وفا وکړي؟ نه، نو ولې موږ بیا هم راتلونکو ټاکنو ته هیله‌من یو او د دوی په تشو شعارونو تېرایستل کېږو؟
موږ باید خپل لومړیتوبونه درک کړو او د امریکايي یرغل پر وړاندې ټول په گډه مبارزه وکړو او خپله خاوره له بهرني یرغل څخه پاکه کړو. بیا که څوک ولسي جرگې ته نوماند کېږي او له خلکو رایې غواړي، نو بیا به زموږ هیله‌مندي تر یوه حده سمه وي، گنې همدغه خلک به بیا زموږ پر سرونو پنځه کاله حکومت کوي او ټولې پرېکړې به یې زموږ د ارزښتونو پر ضد وي.

لوی ټکي: امنیتي حالتبریالی سعودټاکنېکمپاینونهمهمولسي جرگه
مخکینې مطلب

افغان سوداګرو د ګمرکي محصول لوړېدو په اعتراض کې پنځه زره کانتينر درولي دي

بل مطلب

کندهار: پر معروف ولسوالۍ وسله وال بريد او موټربم چاودنه شوې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com