ننګرهار: د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړۍ کرښه هوايي بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۱)
له تيرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې طالبانو د داعش پر وړاندې تعرضي عمليات پيل کړي چې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو په وينا د طالبانو لومړۍ کرښې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو له خوا تر سخت بمبار لاندې نيول شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، پرون او وړمه ورځ کله چې طالبانو پر داعش وسله والو بريدونه وکړل د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د طالبانو لومړۍ کرښې تر بريدونو لاندې ونيولې چې پکې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
طالبانو په يوه اعلاميه کې د خپلو شل تنو ملګرو وژل کېدل تاييد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي چې د وزيرو تنګي سيمه کې يې له داعش وسله وال ځينې سيمې ونيولې خو امریکايي هوايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي چې له کبله يې شل طالبان وژل شوي دي.
د مجاهد په وينا، (له امریکايي بمبار سره سره مجاهدینو هم نیول شوي سیمې ساتلي اوهم يې د داعشي فتنه ګرو په وړاندې عملیات جاري ساتلي).
دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنيو ځواکونو الوتکې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د طالبانو لومړۍ کرښۍ تر بريدونو لاندې نيسي، بلکې تر دې مخکې يې هم د ننګرهار په شينوارو، خوګياڼو او د جوزجان په قوشتيپه ولسواليو کې د داعش ضد د طالبانو لومړۍ کرښې بمبار کړي او شپني عمليات يې پرې کړي دي.
د ننګرهار استازي وايي، ډير کله د داعش پر حمايت د طالبانو لومړۍ کرښې بمباريږي او طالبان نه پرېښودل کېږي چې په دغه ولايت کې د داعش په نوم وسله واله ډله له منځه یوړل شي.
شاوخوا څلور کاله مخکې داعش وسله والو په ننګرهار کې فعاليت پيل کړ چې د کليوالو سيمو سلګونه کورنيو ترې کډې وکړې، ځينې کورونه يې په بيلابيلو نومونو وسوځول او لا هم دغه لړۍروانه ده.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازو، د سيمې اوسېدونکو او طالبانو په بيا بيا ويلي چې بهرنيان او په ځانګړي توګه امریکايان د داعش وسله والو ملاتړ کوي، هغوی ته له بيلابيلو لارو وسلې او اکمال ورکوي.
داعش ډله دا مهال د خوګياڼيو، اګام او د شنيوارو په غرنيو سيمو کې پراته دي چې وخت ناوخت پر ولسي خلکو او کليو اوبه بندوي او يا يې د پيسو له اخيستو وروسته ورخوشې کوي.



