هلمند: د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماین چاودنه شوې ده.
چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ مربوط د “ډوير هوايي ميدان” ته څېرمه سيمه کې شوې چې د عيني شاهدانو په وينا ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، امريکايي ځواکونو له چاودنې وروسته هوايي ډزې کړي او د پېښې ځای ته يې نږدې څوک نه پرېښودل.
طالبانو د چاودنې مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: په چاودنه کې د “امريکايي اشغالګرو” ځواکونو ټانک په مکمله توګه ويجاړشوی او پکې ناست عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.
د پېښې ځای ته نږدې دولتي سرچينې پېښه تاييدوي خو په وينا يې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري.
تر اوسه په افغانستان ميشت بهرنيو ځواکونو د دغه چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم پر بهرنيو ځواکونو د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اړوند په قلعه نصرو سيمه کې چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وينا پنځه امریکايي پوځيان پکې وژل شوي دي.



