کورنيو چارو وزارت: د انتخاباتو امنيت لپاره څلورپنځوس زره عسکر ګمارل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وايي، افغان ځواکونه په لومړۍدرجو احضاراتو کې دي او ټولو امنيتي ادارو ته سپارښتنه شوې څو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنيت ټينګ کړي.
د رحيمي په وينا، د انتخاباتو د (پنځه زره سل) مرکزونو او (یوويشت زره) محلونو لپاره د امنيت ساتنې لپاره څلورپنځوس زره ځواکونه ګمارل شوي زياتوي :”ټول امنيتي، دفاعي، هوايي ځواکونه، کشف او استخبارات به هم د ټاکنو د امنيت ساتنې وظيفه په غاړه لري”.
هغه وايي، ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د کانديدانو امنيت په ښه توګه ونيسي او غوښتنه کوي چې د نوماندان دې د کمپاين او غونډو پر مهال امنيتي ځواکونو ته خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوه نوماند په کمپاین غونډه کې چاودنې څوارلس کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.
د انتخاباتي هلو ځلو له پيل راهيسې تر دې دمه څو تنه کانديدان وژل شوي او لسګونه نور په مرګ ګواښل شوي دي.
تيره ورځ د دفاع وزیر طارقشاه بهرامي وویل، چې افغان ځواکونه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره په ناامنو سیمو کې نوي تصفیوي عملیات ترسره کړي.
ټاکل شوې چې د روانې تلې مياشتې په اته ويشتمه نيټه د پارلمان او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.



