دکابل ټکي کام دجدي د۶مې  سيالي ترسره شوه

دکابل ټکي کام  د وېب سايټ  د ادارې لخوا د ۱۳۵۸ هـ،ش کال د جدي مياشتې دشپږمې نېټې په ياد ، د روان کال د (قوس) د مياشتې په لومړنيو ورځو کې (( دجدي ۶ مه دليکنو مسابقه  )) ترعنوان لاندې دسيالۍ اعلان خپور شو  چې  پکې ليکلي يي وو ،  ليکنې به  دکابل ټکي کام دبرېښناليک له لارې دقوس له لسمې څخه دجدې ترلومړۍ ورځې پورې مني . او دغه راز  د مسابقې ګډونوالو ته د سيالۍ شرائط او لارښوونې هم وړاندې کړې وې.

دکابل ډاټ کام ادارې  په پام کې  وه، چې د دې مسابقې د لومړي مقام ګټونکي ته (۱۰۰۰۰)لس زره افغانۍ ، دويم مقام ګټونکي ته (۷۰۰۰) اووه زره افغانۍ ،دريم مقام ګټونکي ته ( ۴۰۰۰)زره افغانۍ او څلورم مقام ګټونکي ته (  ۴۰۰۰)زره افغانۍ جايزه ورکوي.

دکابل ټکي کام په دغه سيالۍ کې  (   ۶۳ ) نارينه او ښځينه ليکوالانو قلمي  ګډون وکړ او ليکنې يې را ولېږلې . رالېږل شوې ليکنې د ادارې  د کتنې اختصاصي کميسيون لخوا په بشپړ شفافيت سره  ترنظر تېرې شوې .

 د نوموړي کميسيون لخوا يوازې څلور ليکنې دجايزې ګټنې او دنشر وړ  وبللې، چې د ادارې داعلان سره سم به دجدې په ۷مه نېټه دکابل ټکي کام وېب پاڼې له  لارې وړاندې شي .

په پای کې دکابل ټکي کام اداره له ټولو هغو ليکوالو څخه چې په دې مسابقې کې يې ګډون وکړ مننه  کوي.

(اداره)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button