کابل ټکی کام فرید احمد
دا چې اوس د ژمي ورځې دي، نو زمونږ په ګران وطن افغانستان کې د نارینه او ښځینه وو د ورځيني مشکلاتو له امله پښې او لاسونه څه چې مخونه هم چاودیږي.
پښې، لاسونه او مخونه ځکه چوي چې هوا وچه شي او وچوالۍ پيدا کوي، اکثره وخت چې تاسو په بدن باندې اوبه واچوی نو وچوالۍ یو په لس ډیر تاثیر کوي، چې له امله یې غټې چاودې پیدا شي.
دا چې د نارینه او ښځينه وو تر منځ د پوستکي ښکاره توپير شته دی نو ځکه د ښځو پښې د نارینه په نسبت ژر نه چوي.
لمړی: د نارینه د پښو د چاودو درملنه
رسیدلې (پخه) کیله او ۲۰ ګرامه کوپره ښه سره میده کړی ترڅو جوس ځينې جوړ شي، دوه قاشقې شات (عسل) او دوه لیمو سره ګډ کړی، د دریو دقیقو لپاره یې سره ووهئ او بیا یې دوه دقیقې دم کیږدئ، وروسته یې په چاودینو ځایونو باندې کیږدئ د نیم ساعت لپاره یې پر بدن باندې پرېږدئ او بیا یې په ګرمو اوبو سره پاک پریمنځۍ، بیا ډيره کمه اندازه واسلین په چاودینو ځایونو باندې کیږدئ، ان شاالله ستاسو چاودې به جوړې شي.
یادونه: دا پورتنۍ طریقه زنانه هم استعمالولی شي خو که چاودې یې زیاتې وي.
دویم د ښځو د پښو د چاودو درملنه
ښځې دې نکريځې استعمال کړي، د نکریځو د خشتولو پر مهال دې نکریځو ته څه د زیتون یا د کوپرې تیل وراضافه شي، بیا دې دوه لیمو هم ورواچول شي، او نکریځې دې په همدې سره خشتې شي، بیا دې خپلې پښې پرې سرې کړي، ان شاالله درملنه به یې وشي


















