د امریکا د ټکساس په ایالت کې طوفان لږ تر لږه اته کسه وژلي

کابل ټکی کام فرید احمد

د امریکا په مختلفو ایالتونو کې دا څو ورځې په مسلسل ډول سختو طوفانونو یو لړ مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

د امریکا په ټکساس ایالت کې د همدې سخت طوفان له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه تیز طوفان چې د شپې راغی د اکثرو ودانیو چتونه غورځولي دي او موټرونه یې په بل مخ اړولي دي.

د طوفان سره سمدلاسه بریښنا قطع شوه او د ګازو لولې وچاودېدې، ونې راوغورځيدلې د کورونو مخې ته د خاورو اوخځلو بارونه جوړ شوي دي.

طوفان د شپې مهال د ډلس د ښار د جنوب څخه په دیرش کیلو مترۍ کې پيل او د دغه ښار تر شمال ختیځو پورې سیمې یې وځپلې، چې تقریباً ۵۰ میله سیمه يې ځپلې ده.

دا اته ورځې وشوې چې د امریکا په جنوب ختیځو ایالتونو کې هوا خرابه ده او د ژمي په موسم کې د معمول خلاف طوفانونو د کرسمس د لمانځلو په مراسمو کې هم له لسو زیات کسان وژلي دي.

د هوا پيژندې اداره اټکل کوي چې کیدای شي نن ورځ به په ځينو ایالتونو کې واوره او سیلابونه راشي.

کیدای شي د ټکساس او کلاهوما په ایالتونو کې تر ۵۰ سانتي متره پورې واوره وشي.

د امریکا په جنوبي برخو کې هم خرابې هوا او طوفانونو زیانونه اړولې دي، د مسیسيپي ایالت په ښار کې خرابې هوا او طوفانونو ۱۴ کسان وژلي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button