کابل ښار کې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون د رئيس پرکور بمي بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)
د کابل امنيتي چارواکي وايي، نن سهار د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون د رئيس پر کور نامعلومه وسله والو بمي برید کړی دی.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند نصير مجاهد وايي، سهار د يوې بجې په شاوخوا کې د عبدالعزيز اريايي کور ته نامعلومه وسله والو لاسي بمونه غورځولي خو په وينا يې چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د مجاهد په وينا، برید په داسې حال کې شوی چې د ټاکنیزو شکاياتو کمېسيون د رئيس په کور کې اوولس پوليس د امنيت ساتنې لپاره هم ګمارل شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو پوليس وايي په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
تر دې دمه چا د بريد مسئوليت نه دی منلی.



