پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

داعش ولې د امام غزالي (رح) کتابونه سوزوي؟

fateh1 نشرونکی: fateh1
دسمبر 28, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
25
ځلې شریک شوی
315
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ليکنه : مجاهد افغان

تېره اونۍ په اجتماعي رسنیو کې د داعش پلویانو داسې انځورونه خپاره کړل، چې په کې ښکاري  د پنځمې هجري پیړۍ د تر ټولو ستر او وتلي ديني عالم  أبوحامد محمد الغزالي رحمه الله چې په امام غزالي شهرت لري، شاهکار کتاب  احیاء علوم الدین ته اور اچول شوی دی، ددغو انځورونو په اړه ویل شوي، چې دغه کار د داعش تر واک لاندې البرکه سیمه کې  دداعش  لخوا ترسره شوی دی. له دې وړاندې په تیره جنورۍ  میاشت کې داعش منلی و چې د موصل د مرکزی کتابخانې  له اته زره ټوکه  زیات کتابونه یی سوځولی  او د نینوا موزیم تر سل زره ټوکه زیات اثار چې زیاته یی قلمی نسخې ، مخطوطی او نایاب کتابونه وو هم له منځه وړی دی.

د بابل د تاریخی آبداتو او د سوریې د پالمیرا د ماقبل اسلام  تاریخی معابدو د تخریب غوندې  پخوا عمومی باور دا و چې داعش به یوازې غیراسلامی  کتابونه او اثار له منځه وړی اما په دې وروستیو کې ښکاره شوې چې داعش د فقهې، تصوف،اسلامی ادب  او دغسې نورو کتابونو په شمول ټول هغه اثار سوزوی چې ددوی له افراطي غیرتقلیدي تفکر سره موافقت ونلری، چې په دې لړ کې د شافعي المذهب امام غزالي رحمه الله  ارزښتمن اثار هم  په ممنوعه کتابونو کې بلل شوی دی.

د کتابونو سوزول

د اسلامی کتابونو سوزول، یا د اسلامی فرهنګ، تمدن ، علم او معنوی شتمنیو له منځه وړل کوم داسې عمل نه دی چې یوازې داعش یی ترسره کوی، له دې وړاندې هم  د اسلام د لومړنیو پیړیو د ارزښتمنو اثارو  د سوزولو پیښې تکرار شوی دی چې مهمې یی د مغول هلاکو لخوا د بغداد له اشغال وروسته ددې ښار د ۳۶  کتابخانو سوزول  دی دغه راز په اندلس کې د هسپانوی اشغالګر کاردینال لخوا د مسلمانانو د ټولو کتابونو له منځه وړل دی. دغه شان ویل کیږی چې په دې وروستیو کې په مصر کې  د جنرال سیسی لخوا هم ګڼ شمیر اسلامی کتابونه سوزول شوی دی.

هلاکو ، کاردینال او جنرال سیسی که  اسلامی کتابونه سوزوی نو علت یی ټولو ته څرګنددی ځکه هغوی ټولو غیراسلامی یا اسلام ضد مفکوره درلوده نو ځکه یی اسلامی کتابونه نه شوی زغملی، اما سوال دادی چې داعش چې له یوې خوا د اسلام شعار پورته کوی او ځان تر هرچا ښه مسلمان بولی مګر بله خوا یی د اسلامی اثارو په له منځه وړلو پسې را اخیستی ددې علت څه دی؟

د ستونزې جرړه

داعش یا هغوی چې ځان ته دولت اسلام وایی، په فکری او منهجی لحاظ له افراطی سلفیت  سره تړاو لری، شاذ یا افراطی سلفیان د نورو اسلامی مذاهبو یا معتدل سلفیت څخه  جلا  ځینی تفردات لری، مثلا  د څلورو مذاهبو له جملې د هر مذهب خاوند دا جائزه بولی  چې په پراخ زړه د بل مذهب په خاوند پسې اقتداء وکړی، همداسې د مخالف مذهب والا ورته رښتینی مسلمان بریښی ، کتابونه او امامانو ته یی احترام لری  او په ګډ ژوند کې ورسره هیڅ ستونزه نه احساسوی.

اما سرسخته سلفیان  په مقلدینو پسې لمونځ نه کوی،مقلدین ورته ګمراه ښکاری او ځانونه موحدین بولی، د مقلدینو امامانو ته احترام نلری، حتی د هدایه، رد المحتار او نورو فقهی کتابونو په داسې انداز سپکاوی کوی چې ښایی څوک د مطلق کتاب هم داسې سپکاوی ونه کړی.

سرسخته سلفیان چې یوه بیلګه یی همدا داعشیان دی  له خپلو څو رسالو پرته نور هیڅ دینی علم، ثقافت  او فرهنګی ارزښت په رسمیت نه پیژنی.

د هند ستر عالم مولانا ابوالحسن ندوی صاحب چې له مذاهبو او اسلامی فرقو یی ژور معلومات درلودل، نوموړی د معاصر سرسخته سلفیت تر ټولو لویه ستونزه دابلله  چې دوی له خپلو څو رسالو پرته د اسلامی امت په ټوله فقهی،عرفانی،ادبی او ثقافتی پانګه دبطلان کرښه راتیروی، دوی مذاهب مردود بولی نو ځکه له مذاهبو سره تړلی کتابونه هم ورته د زغملو وړ نه دی، دوی تصوف بدعت بولی نو ځکه  د اسلامی فرهنګی ټوله عرفانی پانګه چې د امام غزالی کتابونه هم په کې شامل دی مردود بولی، دوی د قرآن او حدیث په ظاهر نص باندې استدلال  کوی نو ځکه بیلابیل لغوی،فقهی او ادبی تفاسیر چې هر یو یی د الله تعالی معجز کلام له نوې زاویې را سپړی  دوی ته اهمیت نلری،په دې ډول ددوی فکر دې ته منجر کیږی چې د اسلام د څوارلس سوه کلن مدنیت او ثقافت ټول معنوی او لیکلی ارزښتونه له منځه یوسی او اسلام یوازې د هر سړی په ځانی اجتهاد کې خلاصه کړی.

اما دوی باید پوه شي!

اما دغه خلک چې اوس یی د داعش تر بیرغ لاندې د مسلمان امت په بیا مسلمانولو پسې را اخیستی دوی باید پوه شی،چې صراط مستقیم یی خطاء کړی دی،د دوی یوه ستره غلطی داده چې په خپلو ترواک لاندې سیمو کې خلک په زور د مذاهبو له اتباع او تقلید څخه اړوی او خپله  مفکوره ورباندې منی،هغه څه چې تراوسه د اسلام په تاریخ کې مثال نلری.

د امت په اتفاق څلور مذاهب حق بلل شوی او له دې پرته نورې ډلې مردودی دی، اسلام هیچا ته دا حق نه ورکوی چې  بل مسلمان د ټوپک په زور د امام شافعی له مذهب څخه واړوی او خپل د پنځلسمې پیړۍ  مذهب  او فردی اجتهاد ورباندې ومنی، حتی اسلام  مسلمانانو ته نه دی ویلی چې کفار په زبردستۍ او زور سره مسلمان کړئ یا د هغوی مذهبی اثار او معابد وسوزوئ، نو ځکه خو کفار کولی شی د جزیې په اداء کولو سره په اسلامی خاوره کې واوسی.

بله دا چې دداعش همفکرو د واقعی سلفیت تګلاره هم خطاء کړې ده، واقعی سلفیان هیڅکله له نورو مذاهبو سره داسې چلند نه کوی،موږ په افغانستان کې د قاعده الجهاد تنظیم  مشران ولیدل چې له خپلو مذهبی وروڼو سره یی په پوره صمیمیت د ورورۍ ژوند کاوو، د شهید عبدالله عزام رحمه الله  اثار او ملفوظات  که تاسو ولولئ نو پوه به شئ چې هوښیار او باعلمه سلفیان د مقلدینو  په اړه څومره ښه او عادلانه نظر لری، د نړیوال جهاد وتلی مشران  هغه چی  سلفی فکر لری که تاسو ددوی اثار وګورئ  نو په خپلو کتابونو کې بیا بیا دامام غزالی رحمه الله په کتاب احیاء علوم الدین باندې استناد کوی، مطالب ترینه اقتباسوی  هغه حجه الاسلام بولی  او له نامه سره یی رحمه الله  لیکی. اما دغه داعشیان چې تر ټولو زیات زیان یی اسلام  او مسلمانانو ته اړولی او په  مسلمانانو کې یی بیا تر ټولو ډیر ه بدرنګی سلفی منهج ته پیښه کړې، دوی لکه څنګه چې د متقدمو مجتهدینو له  اتباع ځان خلاص بولی د متاخرو او معاصرو علماء  هیڅ رایه او نظر هم نه منی، همدا لامل دی چې هیڅ معاصر مسلمان عالم  سلفی یا مذهبی ددوی  د کړنو تائید نه دی کړی بلکې واقعی سلفی مجاهدینو هم ترینه لار بېله کړې ده. دا چې دوی له امت څخه کاملا لاره بیله کړې او اتباع السلف هم نه کوی نو دوی باید سلفیان هم ونه بلل شی بلکه یوازې داعشیان وبلل شی، معتدل او حقانی سلفیان باید له دوی څخه برأت اعلان کړی او افغان اولس باید دوی ته یو قاطع ځواب ورکړی، ځکه  که دغه شاذه او منحرفه ډله  په دې اولس واکمنه شی نو نه یوازې داچې  له سره به  عقیدې او نکاح ګانې ور باندې اعاده کړی  بلکې ټول ارزښتمن کتابونه لکه هدایه، احیاء علوم الدین  او نور به هم  د ایرو په په ډیرۍ وربدل کړی.

بله دا چې په دې هم باید پوه شو چې داعش نه یوازې دا چې د واقعی مؤمنانو او جهادی حرکتونو دښمنه ډله ده،چې د جیش الاسلام، جبهه النصره، حماس   او امارت اسلامی د مجاهدینو د وینو ویالې بهوی او په ډول ډول ذبحه کولو سره د مؤمنو زلمیانو له مرګه خوند اخلی ، بلکې دا ډله لکه څنګه چې دمسلمانانو دسر او مال دښمنه ده همداسې یی د معنویت، فرهنګی او ثقافتی شتمنیو دښمنه هم ده.

دوی غواړي د کتابونو او  کتابخانو په سوزولو سره اسلامي امت له هغو معنوي ارزښتونو څخه په بشپړه توګه  تش لاس کړي چې په څوارلسو پیړیو کې راغونډې کړې ، هغه چې د امت یوازینۍ فرهنګی پانګه او د اسلامی تمدن او کلتور شتمنۍ بلل کیږی، د یوه ملت په حق کې تر ټولو ستره جفا د هغه ملت په معنوی شتمنیو  او کلتور باندې تجاوز دی، ځکه ملت چې ملت بلل کیږی او له نورو یی امتیاز کیږی نو په ثقافتی اقدارو او ارزښتونو کیږی نه په بل څه . اجازه مه ورکوئ چې داعش مو بې ثقافته کړي.

مخکینې مطلب

د امریکا د ټکساس په ایالت کې طوفان لږ تر لږه اته کسه وژلي

بل مطلب

د جدي شپږم او د مېزان پنځلسم دوه تورې ورځې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com