خليلزاد له افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته نن پاکستان ته ولاړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۷)
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن وروسته له هغې اسلام اباد ته ورسېد چې تيره ورځ يې د افغان حکومتي چارواکو او مشرانو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون، د ولسمشر غني، اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله سربيره له حامدکرزي، استاد سياف او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره هم ليده کاته کړي دي.
په هغه کتنه کې چې د حامد کرزي په دفتر کې جوړه شوې وه په کابل کې د امريکا سفير هم برخه لرله او له ټولو چارواکو سره د افغان سولې په تړاو بحثونه او خبرې شوي دي.
تازه راپورونه وايي، چې زلمی خليلزاد د افغان سولې په تړاو نن سهار اسلام اباد ته رسېدلی څو په دې برخه کې له هغه هېواد څخه مرسته وغواړي.
خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې تهمينه جنجوعه سره کتلي او د دغه وزارت وياند ډاکټر فيصل ويلي چې په دغه ليدنه کې د دواړو خواوو پوځي، امنيتي او ديپلوماتيکو چارواکو ګډون درلود.
د امریکا له خوا خليلزاد ته د سولې بهير له سپارلو وروسته د نوموړي دا لومړی سفر دی چې افغانستان او پاکستان ته يې کوي.
په عين حال کې په کابل کې د امریکا سفارت په يوه بيان کې ويلي چې ښايي نوموړی د افغان سولې په تړاو متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم سفر وکړي.
د امريکا د سولې استازي که له یوې خوا د سولې هڅې پيل کړي خو له بله پلوه د امریکا او ناټو ځواکونو لوی قوماندان په عين حال کې وايي چې افغانستان کې به جګړه تر ډيرو کلونو دوام وکړي او د دوی ماموريت به هم دوام کوي.
د شنونکو په باور، د امريکا د سولې په تړاو هڅې او د امريکايي ځواکونو او افغان چارواکو وروستۍ څرګندونې هغه څه دي چې امريکا لا هم په افغانستان کې ريښتينې سوله نه غواړي.



