فراه:طالبانو ۲۵ ملي اردو سرتیري وژلي، ۱۲ یې ژوندي نیولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

د فراه ولایت ځایي امنیتي سرچینې وایي چې طالبانو په پشترود ولسوالۍ کې دوه قرارګاوې نیولې او ګڼ شمیر امنیتي منسوبین یې وژلي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم پیښه تاییدوي او زیاتوي چې ، د جګړې شدت ته په کتو ممکن د ملي پوځ  لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

په  فراه کې امنیتي سرچینو  د شلو عسکرو د وژل کیدو او ۱۲ د نیولو کیدو خبر ورکړی دی.
خو طالبان وایي چې په دې برید کې یې د(باغ) او (کلا) په نامه دوې دفاعي قرارګاوې په بشپړه توګه نیولې، ۲۵ عسکر یې وژلي او ۱۲ تنه یې چی زیاتره یې ټپیان شوي و، دي ژوندي نیولي دي.
طالبانو ویلي چې په برید کې یې ملګرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې نیولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button