عمر ځواک: د ولسي جرګې غړی جبار قهرمان مرګونی ټپي دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)
د هلمند د جګړې پخوانی قومندان او د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان په يوه چاودنه کې وژل شوی خو چارواکي يې د مرګ خبر نه تاييدوي.
له هلمند څخه راپورونه وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولايت په مرکز کې د عبدالجبار قهرمان په انتخاباتي دفتر کې چاودنه شوې چې د هغه په شمول څو تنه نور هم وژل شوي دي.
ځينو سرچينو ويلي، چې دغه چاودنه د سرتيري بريد کوونکي له لوري هغه مهال شوې کله چې جبار قهرمان خپل کاري دفتر ته راورسېد.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چاودنه کې قهرمان مرګونی ټپي شوی زياتوي ( اووه تنه ټپيان شوي چې د جبار قهرمان روغتيايي وضعيت ښه نه دی.)
خو ناتاييد شوي راپورونه ښيي چې جبار قهرمان په دغه بريد کې وژل شوی دی.
د هلمند د وپوليسو سرچينې وايي، قهرمان ته د هغه د چوکۍ لاندې چادېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې نوموړي پکې ژوند له لاسه روکړی دی.
عبدالجبار قهرمان د راتلونکې ولسي جرګې لپاره يو ځل بيا له هلمند ولايت څخه ځان کانديد کړی و.
تر اوسه د بريد مسولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.
عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د تيرې دورې د هلمند څخه استازی ټاکل شوی و او د ۲۰۱۶م کال په لومړيو کې يې په هلمند کې له طالبانو سره د جګړې مشري په غاړه لرله.
ويل کېږي، نوموړي په دغه ولايت کې د سنګوريانو په نوم ځانګړې ډله هم جوړه کړې وه چې مشري يې هم خپله جبار قهرمان کوله.



