
خوست: د اسماعيل خيلو پر ولسوال ماين چاودنه شوې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)
د خوست ولايت په اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د دغه ولسوالۍ پر ولسوال ماين چاودنه شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه د يادې ولسوالۍ اړوند سيد اکبر پمپ سره نږدې رامنځته شوې ده.
په ماین چاودنه کې ولسوال محمد يونس سخت ټپي دی او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی، وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي په چاودنه کې د ولسوال رینجر ویجاړ شوی او خپله ولسوال شديد ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولايت له بیلابيلو ولسواليو څخه په انتخاباتي مرکزونو د بريدونو او چاودنو راپورونو هم ورکول شوي دي.



