کابل.کام – د تلې ۳۰مه، ۱۳۹۷:
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) تایید کړه چې د کندهار ولایت مقام ودانۍ په برید کې، چې دوه لوړپوړي افغان چارواکي پکې ووژل شول، امریکایی جنرال جیفري سمیلي هم ټپي شوی و.
د اسوشیېټد پریس اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه ویاند، ګرانټ نیلي، د نوموړي ټپي کېدل تایید کړل، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ، یکشنبه، خبر ورکړی و چې جنرال سمیلي د کندهار ولایت مقام په برید کې لږترلږه یوه مرمۍ لګېدلی و، چې اوس تر درملنې لاندې دی.
د برید په دویمه ورځ، کابل.کام د ځينو سرچینو له خولې د نوموړي د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
جنرال جیفري سمیلي د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشر دی.

د هېواد جنوب کې د بهرنیو ځواکونو د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومنداني‘ په کندهار، زابل، دایکندي او روزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د روزنې، مشورې او کومک دنده پر غاړه لري.
د یادونې وړ ده، تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه / د اکتوبر ۱۸مه)، مازدیګر شاوخوا څلور بجې، د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر، چې د کندهار والي د ساتونکي دنده یې درلوده، پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي جنرالانو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله، چې په پایله کې یې د کندهار د والي زلمي ویسا او دوو نورو لوړپوړو کورنیو پوځي چارواکو په ګډون درې بهرني وګړي ټپیان شول، او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن پکې ووژل شول. په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، هم موجود و، خو روغ ترې ووت.
د ذبیح الله (ګلبدین) ابودجانه په نوم د طالبانو نفوذي بریدګر هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې کورنیو چارواکو جنرال سکاټ میلر او له هغه سره راغلي امریکايي نظامي چارواکي د هغوی تر چورلکې بدرګه کول.
• طالبانو د کندهار د نفوذي بریدګر ويډيو نشر کړه
• ’د کندهار حمله د طالبانو لپاره ستره کامیابي وه‘
دا برید په تېرو اوولسو کلونو کې د حیرانوونکو بریدونو له جملې ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیتي ادارې مهم چارواکي ووژل شول. د برید له امله، حکومت په کندهار کې پارلماني ټاکنې تر یوې اوونۍ وځنډولې.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سرسخت مخالف بلل کېده، او له دې سره سره پر بشري سرغړونو هم تورن و.


















