سولې شورا: د سيمې هېوادونو له همکارۍ پرته سوله نه شي راتلی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)
د سولې عالي شورا مرستيال عزیزالله دين محمد وايي، د سيمه ييزو هېوادونو له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتللی.
د دین محمد په وينا، افغانستان دې د نړۍ لویو قدرتونو او په ځانګړي ډول د امريکا او روسيې د همکارۍ مرکز او سيمه ييز هېوادونه دې د يوې اجماع په دايرولو سره د سولې لپاره مثبتې هلې ځلې وکړي.
دین محمد وايي، د سيمه ييزو هېوادونو له اجماع او همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده، دوامداره سوله هغه مهال راتلای شي چې د لویو قدرتونو څخه د افغانستان موضوع بیله او د سيمې د اړتيا پر مهال ورسره همکار واوسي.
د راپورونو پر اساس ټاکل شوې چې راتلونکۍ اونۍ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشي.
که څه هم طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و چې طالبان هم د مسکو غنډې ته وربلل شوي و چې د ولسمشر غني په غوښتنه ياده غنډه تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوې وه.
د روسيې ايزويستيا ورځپاڼې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله ليکلي چې د افغان سولې په تړاو غونډه به د نومبر میاشتې په لومړۍ نیټه په مسکو کې د ښکیلو لوریو او را بلل شویو هېوادونو په ګډون تر سره شي.
طالبانو او افغان حکومت تر اوسه په ياده غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.



