لوګر: د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې ده
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲)
د لوګر ولايت په مرکز التمور سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنه شوې چې له کبله يې د طالبانو په وينا بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه نن ماسپښين په ياده سيمه کې رامنځته شوې چې د بهرنيو ځواکونو ټانګ يې ویجاړ کړی دی.
د پېښې ځای ته نږدې يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، بهرنيو ځواکونو له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته نږدې څوک نه پرېښودل او تر څو ساعتونو يې لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره بنده کړې وه.
طالبانو د چاودنې مسئولیت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چاودنه د امريکايي ځواکونو پر ټانګ شوې چې په ترڅ کې ټانګ ويجاړ شوی او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت پر بهرنيو ځواکونو د موټربم او ځمکني ماین چاودنې کېږي او هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسې له مخې اوښتي تلفات پټ ساتي.
د يادونې ده، چې د اکتوبر په ۲۲ مه نيټه طالبانو ادعا وکړه چې د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې يې د امريکايي پوځ يوه چورلکه نسکوره کړې او پکې لسګونه بهرنيو او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



