(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۶)
راپورونه وایي چې د امریکا د پنسلوانیا ایالت په پټسبرګ ښار کې د یهودیانو پر بوه عبادت ځای “کنیسه“ باندې برید شوی چې په کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي.
امریکایي رسنیو د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې بریدګر “کنیسې“ ته د ننوتلو پر مهال د “مرګ دې وي پر یهودیانو“ چیغې وهلې او له همدې سره یې په راټولو شویو عبادت کونکو برید تر سره کړی.
برید داسې مهال شوی چې یو بریدګر ”د ژوند د ونې” په نامه کنیسې ته داسې مهال ننوت چې یهود په کې پر عبادت بوخت وو.
پولیس وایي، د بریدګر په ډزو ۸ تنه وژل شوي چې دوه یې پولیس او نور یهود عبادت کونکي دي.
بریدګر د “ روب باويرز“ په نامه ۴۸ کلن سپين پوستی دی چې په پیښه کې تر ټپي کیدو وروسته یې ځان پولیسو ته سپارلی دی.
تر پیښې وروسته سیمه د پولیسو له خوا کلا بند شوې او څوک نه ور پریښوودل کیږي.
















