سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د وخت د فرعون په امر.. د فرعون پر پلونو

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 27, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
273
ځلې شریک شوی
323
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نسیم څپاند

روانه اوونۍ، د هغه څو کلن ننګرهاري ماشوم انځور په ټولنیزو رسنیو کې کښته پورته کېده چې، د حکومت په خپله اصطلاح، ”ځانګړو مېړنیو ځواکونو“ پر چپه سترګه ویشتلی و.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ کې په چاپه کې شهید شوی ماشوم – د عقرب اوله، ۱۳۹۷. انځور: فېسبوک

دا کیسه د روانې عقرب میاشتې د اول تاریخ په شپه وشوه. د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ سره په یوه نږدې سیمه کې د یوه کور وګړي په خپل کور کې په خواږه خوب ویده وو. کله چې شاوخوا دوولس بجې شوې، له نامعلوم لوري یې د کور پر کوڅه ځانګړي ځواکونه ورمرش شول، او ډزې یې پیل کړې.

د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو اړوند یو ګروپ همدې کور ته تر ننوتلو وروسته سیده په خونو ننوتل. له ورننوتلو سره سم یې د ماشوم پلار او د هغه د کورنۍ ۱۳ نور وګړي په سر او سینه وویشتل – کله چې یې ولید چې په کور کې یو ژوندی نارینه لا هم پاتې دی، (همدا ماشوم)، پر هغه یې هم د ټوپک شپېلۍ ورواړوله او پر سر یې وویشت – هماغه کار چې فرعون به کاوه؛ د فرعون عسکرو د فرعون په امر د موسی علیه السلام د پیدا کېدو له ویرې د بني اسراییلو نارینه ماشومان حلالول او ښځینه ماشومان یې پرېښودل. دې عسکرو هم د یوه بل موسی د راپیدا کېدو له ویرې هغه پر سر وویشت. تقبلهم الله.

د ځانګړو ځواکونو دا فرعوني کړنې لومړۍ نه دي. تر دې څو ورځې وړاندې یې هم د لغمان د الینګار ولسوالۍ په نورلام سیمه کې د لږ ترلږه یوولسو کلیوالو په ګډون یو بل لس کلن ماشوم هم وژلی و.

ځانګړي ځواکونه دا ډول عملیات ټول په شپه کې کوي – دې عملیاتو ته تلونکي عسکر خپل اسلامیت او افغانیت په قرارګاه کې پرېږدي، په نیمه شپه کې د بهرنیانو په قومانده د یوه مسلمان او خپل ورور پر کور ورننوځي، نارینه یې د ښځو په مخ کې ووژني او د سهار په وخت کې لوړې غړۍ له سیمې ووځي.

د ټرمپ امر:

دا عملیات د تېر ۲۰۱۷ز کال له سپټمبر میاشت راهیسې یو ځل بیا تر هغه وروسته ډېر شول کله چې د امریکا سرزوري ولسمشر، د خپلو جګړه-خوښو جنرالانو په هڅونه، د افغانستان لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړه.

د دې سټراټيژۍ له مخې، افغانستان ته څلور زره نور امریکايي عسکر راولېږل شول، د افغان دولتي عسکرو روزنه چټکه شوه، بمبارونه او چاپې زیاتې شوې او پر طالبانو له هرې ممکنې لارې فشارونه راوړل شول.

 د دې ټولې سټراټيژۍ موخه دا وه چې طالبان د زور او فشار له لارې له کابل سره خبرو ته کښېنوي – هغه ارمان چې امریکا یو کال وروسته هم یو اینچ ورنږدې نه شوه، او نه به یې دا ارمان پوره شي.

د طالبانو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره پر طالبانو بمبارونه او شپنۍ چاپې زیاتې شوې. د طالب مشرانو د له منځه وړلو ماموریت امریکايي استخبارات او سي آی اې پر مخ وړي، خو د عملیاتو سیمې ته تلونکي عسکر ټول د افغان دولت ځانګړي ځواکونه وي – کله ناکله د لارښوونې لپاره امریکايي ځواکونه هم ورسره وي –

په تېره جولای میاشت کې، امریکایۍ پولیټیکو مجلې په خپل یوه راپور کې ویلي و چې د طالبانو د مشرانو د له منځه وړلو دې پروګرام ته د ANSOF نوم ورکول شوی دی.

یوه امریکايي افسر د نوم نه ښودلو په شرط پولیټیکو ته ویلي و چې سي آی اې په هدفي لیست کې شامل کسان د خپلو افغان ملګرو په لاس وژني او نیسي. د نوموړي په خبره، ”د سي آی اې افغان ملګري د برید، وژلو او بندي کولو دنده ترسره کوي، خو امریکايي رینجر ځواکونه هم ورسره وي“.

که څه هم دا عملیات د طالبانو د مشرانو د وژلو لپاره پر لار اچول شوي، خو پایلې یې هر وخت هماغه وي کومې چې موږ په تېرو اوونیو کې ولیدلې او د لیکنې په پیل کې اشاره ورته وشوه.

د دولت دفاع وزارت په شپنیو چاپو کې وژل شوي کسان، که څه هم ټول د ننګرهار د وروستۍ پيښې په څېر ملکي وګړي وي، تر عملیاتو څو ساعته وروسته ترهګر وبولي.

رسنۍ او د بشري حقوقو ادارې هم پر دې ډول عملیاتو تل چوپې پاتې شوې او هیڅکله یې دې عملیاتو ته د نیوکې ګوته نه ده نیولې.

مخکینې مطلب

ګالپ سروې: افغانان راتلونکي ته خوشبین نه دي

بل مطلب

امریکا: د یهودو پر عبادت ځای برید کې ۸ کسان وژل شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com