(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)
له امريکا څخه خپرېدونکې سنډي ټایمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې د متحده ايالاتو وروستيو بدلونونو ته پام ليکلي چې امريکا تر بر هروخت د پاشلو او ويشل کېدو پر خوا روانه ده چې له کبله يې ښايي د يوې کورنۍ جګړې پر لورې ولاړه شي.
د لیکوال نيال فيرګسون په وينا، امريکا دا مهال هغه خونړۍ ټولوژنې ته نږدې شوې چې په پايله کې يې اتحادي ځواکونو په ۱۸۶۱ کال کې پر کارولينا برید کړی و.
د لیکوال په خبره، په امريکا کې پر ولسمشر ټرمپ نيوکه کوونکو ته چاودېدونکي توکي لېږل او په پيټسپرګ کې د يهودو پر عبادتځای د وړمې ورځې بريد په ډاګه کوي چې په امریکا کې دوهمه کورنۍ جګړه ژر پېلېدونکې ده.
د سنډي ټايمز مقاله کې راغلي، په امريکا کې د ښي اړخو او چپیانو سياسي تاوتريخوالی او د يو بل پرضد ترخې خبرې هم د کورنۍ جګړې او تاوتريخوالي پېښو د ډيريدو امکان زياتوي.
لیکوال زياتوي، که امریکا کې څوک د کورنۍ جګړې د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي ښايي خلک يې د ويرې خپرولو هڅه وبولي خو په وينا يې د ويکټورډيوېس هانسون په څېر تاريخپوه د کورنۍ جګړې خبرداری باید بې پامه ونه غورځول شي چې ويلي يې دي:”په متحده ايالاتو کې د سياسي بې ثباتۍ ډېرې نښې نښانې شته، په ځانګړي ډول د مساوات نه شتون، د ۲۰۲۰ په رارسېدو به دا نښې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شي او هېواد به له يوې ترخې کودتا سره مخ کړي”.
په مقاله کې د امريکا لومړۍ کورنۍ جګړې ته اشاره شوې چې امريکايان د ۱۹مې پېړۍ په نيمايي کې د مرييتانې د قضيې په سر وېشل شوي وو او دغه بېلتون په ۱۸۶۰ کې ولسمشرۍ ته د ابراهام لينکولن له رسېدو سره سم د دې لامل شو چې ۷ لويديځ ايالتونه جلا شي او لومړۍ کورنۍ جګړه پيل شي.
د مقاله په وروستۍ برخه کې راغلي چې امريکايان دا مهال پر ګڼو مسائلو سره اختلافات لري او که راتلونکو ټاکنو ته لوی ګوندونه بيلابيل نوماندان وټاکي او ټرمپ د بيا ځل ولسمشر کيدو هڅه وکړي نو ښايي په امريکا کې به د ۱۸۶۰ کال په څېر وضعيت رامنځته او کورنۍ جګړې پيل شي.


















