پاکستان: د حکومت او لبیک تحريک د هوکړې له مخې لاريونونه پای ته ورسېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)
د پاکستان د حکومت او په دغه هېواد کې د (لبيک تحريک) ډلې تر منځ د يوې هوکړې له مخې لاريونونه پای ته رسېدلي دي.
تيره اوونۍ د پاکستان سترې محکمې د اسیه په نوم هغه عیسوۍ ښځه له بنده ازاده کړه چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د هغه وخت حکومت نیولې وه او دوو محکمو ورته د اعدام سزا اورولې وه.
د سترې محکمې له يادې پريکړې وروسته د پاکستان په لويو ښارونو کې د لبيک تحريک د پلويانو او نورو اسلامي ډلو له لوري لاريونونه او مظاهرې پیل شوې چې له کبله يې لوی سړکونه، لارې او بازارونه تړل شوي و.
په هغه هوکړه کې چې د حکومت او لبیک تحريک تر منځ شوې پکې راغلي چې د اسيه مسيح پر مقدمې به نظر ثاني کېږي او هغه به په ممنوع الخروج ليست کې شاملېږي تر څو له هېواده بهر لاړه نه شي.
د هوکړه ليک له مخې، د تحريک لبیک هغه غړي به ژر تر ژره خوشې کېږي چې د مظاهرو او لاريونونو کې نيول شوي دي.
دا چې په تېرو درېيو ورځو کې د لاريونو پر مهال مظاهره چيانو په ځينو ودانيو او د لويو لارو پر سر د خلکو پر موټرو او مالونو حملې وکړې او هغوی ته يې زيانونه ورسول نو د هوکړې په وروستۍ برخه د تحريک لبيک ډلې له هغو خلکو بخښنه غوښتې چې په مظاهرو کې ورته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.



