شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

افغانستان د سرې او سپینې ماڼۍ د ازمویښتونو ډګر

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 10, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
59
ځلې شریک شوی
113
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

که څه هم په افغانستان کې د مسکو (سرې) او واشنګټن (سپینې) ماڼۍ تر منځ سیاسي لوبه له ۱۹۵۳م کال څخه پیل شوې ده، امریکا له افغانستان سره له کړې موافقې، چې د هغه وخت سپکه او درنه وسله به افغانستان ته ورکوي، مخ واړاوه، افغانانو روسیې ته مخه وکړه او له روسیې یې د برتانیې پر خلاف جنګي وسایل واخستل.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

هغه مهال چې افغانستان د اقتصاد له پلوه ډیر ځپل شوی و، د ۱۹۶۳م د جولایي په ۹مه د افغانستان د پلان  وزیر عبدالحی عزیز له پخواني اتحاد شوروي سره د رغاونې پنځه کلن پلان د دوهم ځل لپاره لاس لیک کړ، چې امريکا پرې خوا بده کړه او د هغه وخت د جمهور رئیس جان ایف کینډې حکومت، چې له افغانستان سره يې ښې اړیکې هم درلودې، له افغانستان سره له کړو اقتصادي موافقو انکار وکړ، په دې توګه له ۱۹۶۵م کال راهیسې په افغانستان کې د سرې او سپینې ماڼۍ هر اړخیزه سیالي بیا له سره پېل شوې ده.

له څلویښتو کالو راهیسې چې په افغانستان کې د سرې او سپینې ماڼۍ کومه استخباراتي جګړه پیل شوې او بالاخره يې په نظامي ډګر کې زور ازمايي پیل کړه، مسکو اوس له واشنګټنه د خپلې تیرې نظامي ماتې غچ د افغانستان په مسئله کې په سیاسي سیالۍ اخلي.

اوس ټولې نړۍ منلې چې امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په څیر په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، د افغانستان ګاونډي، د سیمې، اسیایي او اروپايي هيوادونه په دې نظر دي چې د افغانستان مسئله نظامي حل لاره نه لري او باید په سیاسي حل يې زور راوړل شي، خو امریکا ته دا ډیره ګرانه بریښي چې روسيه په دې برخه کې له خپلې نظامي ماتې ورورسته په افغانستان کې د سیاسي حل لارې لپاره غونډې کوي.

مسکو هڅې کوي چې د افغانستان مسئله له سیاسي پلوه حل کړي او له افغانستانه د امریکا د لاس لنډولو په موخه د افغانستان په شمال کې په اقتصادي او رغنیزو پروژو کار پېل کړي. افغانستان له پخواني شوروي اتحاد سره په ۱۹۶۴م کال د جولایي په ۱۷مه په کابل کې د شوروي اتحاد سفیر انتونوف او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال نور احمد اعتمادي په لاسلیکونو موافقه کړې چې د افغانستان شمال برخه به د آمو له دریابه خړوبوي.

د مسکو له غونډې سره د امریکا مخالفت او د اشرف غني اختیار له منځه وړلو هدف دا دی چې دواړه لوري (مسکو او واشنګټن) غواړي په افغانستان کې زور ازمایي وکړي. مسکو ته ښه فرصت په لاس ورغلی چې له واشنګټنه خپل غچ د جګړې په بایللو د افغانستان د مسئلې په سیاسي حل واخلي.

تیره ورځ چې په مسکو کې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه جوړه شوې غونډه د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په وینا پېل شوه، لاوروف په ډاګه وویل چې نور په افغانستان کې د نظامي حل لارې تمه نشته، د افغانسان مسئله یواځې او یواځې له سیاسي حل لارې هوارېدای شي.

یواځې په مسکو کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشرانو، له کابله د سولې د شورا په نوم ورغليو څو تنو او په غونډه کې د ۱۲ هيوادونو د استازو نه، بلکې د نړۍ ټول امن غوښتونکو هيوادونو غوښتنه ده چې د افغانستان مسئله باید نوره له سیاسي لارې حل کړل شي.

که امریکایي نظامیان، سیاستوال، سي.آی.اې او نور د ناټو غړي هيوادونه يې هر څو هڅې وکړي، چې په افغانستان کې به بایللې جګړه وګټي، خو د تیرو ۱۷ کلونو جګړو او د افغان ولس مقاومت ته په کتو ويلی شو چې امریکا په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې په ماتې خوړلو سربېره په سیاسي ډګر کې هم له ماتې سره مخ کېدونکې ده.

لوی ټکي: افغانستانامريکاطالبانغونډهمسکو
مخکینې مطلب

دیپلوماتان طالب؛ ورزیده در سخن، سنجیده در سیاست!

بل مطلب

پروان: امریکایانو پنځه ولسي کسان په مخامخ ډزو وژلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com