واشنګټن کې د اسرائیل سفير: ایران نن ۱۱ بالستیک توغندي توغولي؛ د سخت ځواب خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
په واشنګټن کې د اسرائیل سفیر ویلي، ایران نن پر اسرائیل ۱۱ بالستیک توغندي توغولي دي. د هغه په وینا، هر یو دغه توغندي د یوه بشپړ ښارګوټي د ویجاړولو او د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې د رامنځته کولو وړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې هېڅ هېواد د داسې بریدونو پر وړاندې بې غبرګونه نه پاتې کېږي او اسرائیل به هم دا ډول بریدونه ونه زغمي زیاته کړې ده چې اسرائیلي ځواکونو د ایران د ځمکې پر ځمکې توغندیو د توغولو مرکزونه او ځینې نورې زیربناوې په نښه کړې دي.
د اسرائیل سفیر د لبنان د حزب الله ډلې په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که حزب الله پر اسرائیل برید وکړي، د دغې ډلې مشرتابه او اړوند مرکزونه به په نښه شي.



