ازبکستاني شرکت روسیې او اروپا ته د افغان تازه مېوو د صادراتو لپاره چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د کرنیزو صنایعو د یوه شرکت له مشر مراد قدرتوف سره د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې مراد قدرتوف ازبکستان، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د افغان تازه مېوو د صادراتو لپاره د خپل شرکت د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره د نویو نړیوالو بازارونو د موندلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.



