ولسمشر ټرمپ له اسرائیلو غوښتي چې پر ایران بریدونه ودروي او ایران ته یې د خبرو بلنه ورکړې

کابل ټکلی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” یو ځل بیا له اسرائیلو غوښتي چې پر ایران نور بریدونه ونه کړي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سیمې وضعیت له حساس پړاو څخه تېرېږي او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید دواړه خواوې زغم وښيي.
نوموړي همدارنګه ایران ته سپارښتنه کړې، چې د پوځي اقداماتو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو مېز ته ستانه شي او د دیپلوماسي لاره غوره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو بریدونو له امله په سیمه کې د شخړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button