د هرات ـ مزارشریف اورګاډي پروژې د تمویل لپاره سوداګریزو بانکونو چمتووالی وښود

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان بانک، د مالیې وزارت او د سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ د ملي پروژو د تمویل او پانګونې په موخه ګډه ناسته ترسره شوې ده. په دې ناسته کې د هېواد د مهمو زیربنايي پروژو د تمویل پر لارو چارو او د خصوصي مالي سکټور د ونډې پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

د سرچینو په وینا، د ناستې مهمه برخه د هرات ـ مزارشریف د اورګاډي پټلۍ سترې پروژې ته ځانګړې شوې وه. دغه پټلۍ ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د پلي کېدو ټولیز لګښت یې شاوخوا ۵۵ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د سوداګریزو بانکونو استازو په دې پروژه کې د ګډون، تمویل او پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی او ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د اقتصادي ودې او ستراتیژیکو پروژو په عملي کېدو کې به فعاله ونډه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button