يمني ځواکونو پر اسرائیل د بالستیک توغندیو برید کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې يمني ځواکونو او د لبنان حزب‌الله پر اسرائیل د بالستیک توغندیو برید کړی دی.
تر اوسه د دې برید له امله د تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې له یمنه توغول شوي توغندي یې څارلي او د دفاعي سیسټمونو له لارې یې د مخنیوي هڅې روانې دي.
د وضعیت له شدت سره سم په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي، او د احتمالي نورو بریدونو په اړه هم بېلابېل راپورونه خپرېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button