اسرائیل وایي ایران یو ځل بیا پرې توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) ویلي، چې د ایران له لوري پر دغه هېواد د توغندیزو بریدونو بله څپه ترسره شوې ده.
د اسرائیلي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد د هوايي دفاع سیستمونه د «ګواښ د مخنیوي» په موخه فعاله شوي او هڅې روانې دي څو توغندي شنډ کړي.
همدارنګه له خلکو غوښتل شوي چې د خبرداري په صورت کې سمدستي خوندي ځایونو ته لاړ شي او د امنیتي لارښوونو پابندي وکړي.
په همدې حال کې راپورونه وایي چې د توغندیو له وېشتلو وروسته په اسمان کې د لوګي او رڼا نښې لیدل شوې دي، خو تر اوسه د تلفاتو یا زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button