سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په مسکو کې د عباس ستانکزي د خبري کانفرنس ژباړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 12, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
254
ځلې شریک شوی
152
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: محمد عمر منصور

 قدرمنو لوستونکو!

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

لومړى بايد روښانه کړم چې دلته مې د خبريالانو پوښتنې نه بلکې يوازي د عباس ستانکزي صاحب ځوابونه را ژباړلي دي، دلته هر نوى پېراګراف د يوې نوې پوښتنې ځواب ده.

 پېل: د غربي هېوادو د سروې له مخې له 75سلنه زياته ځمکه زمونږ تر تسلط لاندې ده، د کابل ادارې (اشرف غني حکومت) کې د زيات فساد او بې انصافي لامله ان د دوى تر ولکې لاندې سيمو خلک هم د فيصلو او اړوند نورو کارو د حل لپاره د اسلامي امارت ادارو ته مراجعه کوي.

په رسنيو کې خپرېدونکي د کابل ادارې اکثره بيانيې له حقيقت لرې محض تورونه دي، ستا د پوښتنې په ځواب کې بايد ووايم، اسلامي امارت يو متحد نظم ده، په مونږ کې دننه هيڅ ډلې ټپلې نشته، د اسلامي امارت تر نامه لاندې ټول نظاميان او سياسيان د يوه مشر (شيخ هبة الله) تر امر او هداياتو لاندې خپل فعاليتونه مخ پر وړاندې وړي، د کمکي اختر اوربند چې په ټول افغانستان کې يو ډز هم نه وشو دا ثابته کړه چې طالبان ټول يوه ډله ده او افغانستان کې د شلو ډلو  خبرې هسې چټيات او دروغ دي.

هو زمونږ مشر پرېکړه کړې چې له ګونتنامو راخلاص شوي طالب مشران به په قطر کې زمونږ د سياسي دفتر غړي شي او د سولې په خبرو کې به زمونږ مرستندويان شي.

داسې فکر مه کوئ، څه چې امريکه وايي هغه به ټول ريښتيا وي، مونږ له روسيې سره ډيپلوماتيکې اړيکې لرو خو د روسيې لخوا زمونږ سره د مرستې تورونه هيڅ حقيقت نه لري او زه يې قطعاً ردوم.

د سولې خبرې دوه اړخه لري، لومړى اړخ يې له امريکا سره خبرې دي؛ هغه ستونزې چې له امريکې سره تړلې دي لکه د دوى د فوځونو ايستل، زمونږ غړي له تور لسټ ايستل، زمونږ سياسي دفتر په رسميت پېژندل او دې ته ورته نورو ستونزو په تړاو له امريکې سره ژغېږو او کومې ستونزې چې زمونږ د افغانانو داخلي دي لکه د راروان حکومت جوړول او داسې نورو په اړه له خپلو افغاني مخالفينو سره هم ژغېده کوو خو په دې شرط چې امريکه د نړيوالو په ضمانت د خپلو فوځونو د ايستلو يو مالوم مهال وېش اعلان کړي.

د امريکې له استازي (زلمي خليل زاد) سره مو خبرې بيخي ابتدائي وې، چې کله هم اصلي خبرو ته سره ورسېږو، هرو مرو به يې تفصيلات له رسنيو سره شريک کړو ولې اوسمهال يې جزيات بيانول له وخت مخکې کار ګڼم.

مونږ ته په داسې وخت کې حکومت په لاس راغى چې هلته انسانانو د انسانانو په سرو مېخونه ټک وهل، کورونه يې لوټل، يوازي په کابل کې لس باچاهۍ وې او د خپل حکومت په وخت هم ان تر اخېره د افغانستان په يوه څنډه کې په جنګ بوخت وو نو په داسې حالتو کې به زمونږ د ښې حکومتوالۍ په وړاندې خامخا ستونزې وې ولې بيا هم مونږ د ښځو د حقوقو نه مخالف وو او نه يې يو البته يو شى په ډاګه  وايم چې هيڅوک دې هم له مونږ دا تمه نه کوي چې مونږ به ښځو ته د دوى د حقوقو په نوم داسې آزادي ورکړو لکه غرب و امريکا چې ورکړې ده اما کوم حقوق چې اسلام ورکوي هغو ته به مونږ پوره ژمن يو.

دا ته په کوم بنياد وايې چې امريکه له افغانستان خپل فوځونه نه باسي، آيا د هغوى له رسمي ادرسو دې کوم داسې څه اورېدلي؟ هغو خو په کرتو وېلې دي چې دوى به خپل فوځونه وباسي، مونږ خپل دفاعي جهاد د همدې لامله شروع کړى او ادامه مو ورکړې چې دا اشغالګر وشړو او يو اسلامي، خپلواک آزاد و مستقل  هېواد ولرو، امريکايان به اففانستان پرېږدي که بيا نشي ولاړ، په زور يې شړو، دا خاوره د افغانانو ده څه د امريکايانو خو نه ده.

دا مونږ چې 75 سلنه خاوره له خپل تسلط لاندې لرو دا په دې دلالت کوي چې ولس زمونږ سره ده، امريکايانو په 2001 کې وېل چې طالبان ټول له شل زرو زيات نه دي، دا دى اوس راپورونه وايي چې سل زره انسانان دلته په دې جګړه کې وژل شوي دي، که د دوى خبر ريښتيا واى اوس به طالبان په څو ـ څو واره ختم شوي واى، حقيقت دا دى چې دلته افغان ولس له امريکه سره په جهاد بوخت دى او هغوى افغانستان کې د امريکا شتون نه مني؛ له امريکې سره هغه خلک ولاړ دي چې شخصي ګټې يې پورې تړلې دي، د دوى شمېر تر دوه لکه پورته نه دى اما د افغانستان نفوس بيا 35 مليون ته رسيږي، مطلب له دوه لکه پرته نور ټول افغانان د اسلامي امارت تر چتر لاندې د خپلواکۍ لپاره هڅاند دي.

مونږ د يو داسې خپلواک اسلامي نظام لپاره هڅه کووچې د نړۍ له ټولو هېوادو سره ښې اړيکې ولري او د هيچا په ضرر هم نه وي.

د امريکې په زور په افغانانو تپل شوې د کابل اداره هر وخت د سولې په لار کې خنډ جوړوي، تاسو پوهېږئ چې کله هم په نړيواله سطحه د سولې اړوند کانفرنس جوړېږي، هلته زمونږ په شتون د کابل اداره نيوکې کوي ځکه دوى له سولې ډاريږي، دوى پوهېږي که اشغال ختم شي د دوى ناروا ګټې او مزې به ورسره ختمې شي.

داعش د کابل ادارې او امريکه حمايت له ځان سره لري، خپله د کابل رژيم واليان، وزيران او د پارلمان غړي مني او اقرار کوي چې داعش د امريکې او کابل ادارې ګډه پروژه ده، زه په لسګونو داسې مثالونه درکولاى شم چې کله هم مونږ داعشيان له بريد لاندې نيسو د امريکې او کابل طيارې د داعشيانو د ژغورلو لپاره زمونږ مجاهدين بمباروي؛ په دې وروستيو کې به تاسو هم خبر شوي ياست چې مونږ په فارياب کې داعشيان سخت محاصره کړي وو، يوشمېر مو يې ووژل متأصفانه د کابل ادارې تش په نوم اردو بيا همدا محاصره داعشيان په طيارو کې پورته کړل او خوندې ځايو کې يې په خوندورو مېلمستياو ونازول.

هر چاته ښه مالومه ده د کابل اوسنى رژيم په فساد، د ځمکو په غصب، او د زېرمو په لوټلو  کې ښکېل ده.

مخکینې مطلب

طالبان:هزارګان دې د فتنه ګرو په خوله د غزني جګړه تعصب نه بولي

بل مطلب

تنګ لاسي - لنډه کیسه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com