سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

روسيه او امريکا د يوې تورې دوه مخونه

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 13, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
روسیه، امریکا، افغانستان

روسیه، امریکا، افغانستان

15
ځلې شریک شوی
187
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستانه چې روسان ووتل تر څه وخته کمونستي رژيم ځوړند پاتې و، که يې هر څو د پايښت هلې ځلې وکړې، خو امريکا ورپسې د افغان مجاهدينو پر اوږه ايښى ټوپک تر هغې ډزاوه چې با لاخره د وروستي کمونست (‌ډاکټر نجيب) حکومت نسکور شو. يواځې د نجيب د حکومت په نسکوريدا په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسيده، بلکې جګړې نورې خواوې هم وزيږولې او په هيواد کې له روسانو او کمونستانو وروسته جګړو کې زياته مرګ ژوبله او تباهي رامنځ ته شوه.

د کمونستي رژيم له نسکوريدا وروسته په افغانستان کې داخلي يعنې د واک پر سر جګړه وه، چې د کابل–چهارآسياب تر منځ جګړه کې له ٤٠٠٠٠ زيات کابل ښاريان شهيدان او نور يې د هېواد بيلابيلو برخو ته په کډو کولو اړ شول. هغه وخت امريکا د دې هر څه ننداره کوله او دې ته يې زمينه برابروله چې افغانان د مجاهدينو په بريا او خپلو کړو دعاوو پښيمانه کړي، هغه وخت امريکا په افغانستان کې سوله نه غوښته، که يې سوله غوښتې وای، نن ورځ به په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځونو حضور نه درلود.

دا هم ولولئ

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

امريکا د طالبانو د نظام له نسکوريدا وروسته يواځې په يرغل اکتفا نه کوي، بلکې د سولې په نوم او هغه هم د خپلې خوښې سوله، چې د امريکا له پلان سره سم ټولې ګټې يې پکې خوندې وي، غوښتنه کوي. په مسکو کې چې کومه غونډه وشوه، امريکا يې ځکه مخالفت وکړ چې ګټې يې پکې خوندي نه وې. امريکايي چارواکي په افغانستان کې هغه ډول سوله غواړي کومه چې سي.آى.اې پلان کړې ده.

امريکا په افغانستان کې د افغانانو په رايه او خوښه سوله هيڅ وخت نه غواړي او نه غواړي افغانان په بشپړه توګه واکمن واوسي. امريکا په افغانستان کې د طالبانو د نظام (شريعت) مخالفت په دې کوي، چې بيا امريکا ته پکې د خپلې خوښې د څيرو د بدلولو را بدلولو ځای نه پاتې کيږي؛ ځکه خو نه غواړي طالبان په افغانستان کې واکمن شي.

امريکا په افغانستان کې د طالبانو غوښتونکې ده، خو د اسلامي او خپلواکه افغانستان په توګه نه، بلکې طالبان د افغانستان په موجوده حکومت کې ضم کول غواړي، معنی دا چې طالبان د موجوده حکومت يوه برخه شي. د مخه يې په خپلو پلويانو يا غرب نظرو خلکو باندې حکومت کاوه او اوس غواړي پر خپلو پلويانو او طالبانو دواړو حکومت وکړي او د خپلې خوښې اشخاص په افغانستان کې واکمن کړي.

امريکا چې مخکې يې په اندونيزيا او سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د خپلې خوښې غونډې جوړولې، د نورو هيوادونو علماء يې ورته رابلل، په هغې کې د افغانانو د استازيتوب مسئله نه وه، اوس چې په روسيه کې د افغانستان د مسئلې په اړه غونډه وشوه، وايي د مسکو ناسته د افغان حکومت استازيتوب نه شې کولاى.

په مسکو کې غونډې ته د کوربه هيواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي: روسیه داسې یو موټی افغانستان غواړي چې هر وګړی پکې خوشال واوسي. روسيې په افغانستان کې نه د حکومت او نه د طالبانو د استازيتوب وينا کړې، چې امريکا يې مخالفت کوي.

امريکا د مسکو له غونډې سره ځکه مخالفت وښود چې سرګي لاوروف په افغانستان کې د امريکا دائمې حضور ته اشاره وکړه او د جګړې له دوام سره يې مخالفت وکړ، نوموړي وويل: نه غواړي افغانستان د جګړې ډګر شي. دا وينا يواځې د سرګي لاوروف وينا نه، بلکې له هغه وړاندې په وار وار افغانانو کړې، چې غواړي نور خپل هيواد د پرديو له سيالي خلاص او نور بايد افغانستان د جګړې ډګر نه وي.

د افغانانو لپاره روسيه او امريکا دواړه يو دي، د مخه روسانو پر افغانستان يرغل کړى و او اوس پرې امريکا کړی. امريکا په افغانستان کې د خپل دائمي پوځې حضور لپاره جګړې ته دوام ورکوي او روسيه بيا په افغانستان کې د امريکا له لوري راپيدا شوې نوې جګړې مارې ډلې «داعش» له ويرې د جګړې پای غواړي.

همدا لامل دی چې روسيه په افغانستان کې د خپلې خوښې او امريکا د خپلې خوښې سوله غواړي. د افغانانو لپاره رويسه او امريکا د يوې تورې دوه مخونه دي. روسېې د مخه هيواد کنډواله او افغانان شهيدان کړل او امريکا هغه عمل اوس کوي.

لوی ټکي: امريکاحکومتروسيهسولهطالبان
مخکینې مطلب

د اسرایلو او فلسطیني مقاومت تر منځ درنې نښتې روانې دي

بل مطلب

کابلوف: افغانستان کې امریکا او ناټو ناکامه ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com