(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۲)
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموريت ناکام شوی دی.
د کابلوف په وينا، دغه هېواد کې د امريکا او ناټو موجوديت ستونزه حل نه بلکې لا زياته کړه نو ځکه مسکو هڅه کوي چې د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ د سولې منځګړيتوب هڅې کوي.
نوموړی وايي، د مسکو غونډه د متحده ايالاتو د هڅو کمرنګه کولو او کمرزې کولو لپاره نه بلکې د امنيتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره شوې ده.
کابلوف اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي، په افغانستان کې روانه جګړه د روسيې او منځنۍ اسيا هېوادونو ګټې تر ګواښ لاندې راوستي په وينا يې (افغانستان مونږ ته نږدې دی، د روسيې او د هغې د متحدينو ګټې په خطر کې دي) نو ځکه به روسيه په دغسې حالاتو کې يو طرفه پاتې نه شي.
د تيرې جمعې په ورځ د (نومبر۹) په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه د روسيې په کوربه توب غونډه وشوه چې پکې د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، هند، پاکستان او امريکايي استازي سربيره د سولې عالي شورا پلاوی او د څو نورو هېوادونو استازو هم ګډون درلود.
















