فاریاب: د قوماندان په ګډون ۱۹ تنه محلي پولیس له طالبانو سره یوځای شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

راپورونه وایی چې د فاریاب ولایت د ګریزیوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قوماندان په مشرۍ  ګڼ شمیر محلي پولیس (اربکیان) د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

خبر زیاتوي، د محمد صالح په نامه دغه قوماندان د سیمیزو طالبانو له هڅونو وروسته له مخالفته لاس اخیستی او له طالبانو سره یوځای شوی دی.

طالبانو د نوموړي یوځای کیدل منلي او ویلي یې دي چې یوځای شویو امنیتي کسانو یو ثقیل ، یوراکټ او ۱۸ میله کلاشینکوفونه اویوه اندازه مهمات هم دوی ته سپارلي دي.

خبر پاڼه کې راغلي چې یاد قوماندان له سیمیزو طالب مسؤلینو سره ژمنه کړې چې بیا به د دولت پلوه وسلوالو لیکو ته نه ورځي او تر خپله وسه به د طالبان ملاتړ ته دوام ورکوي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولتي ځواکونو ۶ بوستې پریښې دي او پراخه سیمه د طالبانو.لاس ته لویدلې،  سیمیزو چارواکو تر دې مهاله په دې اړوند څه نه دی ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button