ټاکنو کمېسيون: تر راتلونکې اوونۍ به د ولسمشريزو ټاکنو مهالويش اعلان شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي، چې ټاکل شوې تر راتلونکې اوونۍ د ولسمشريزو ټاکنو مهالويش اعلان شي.
د دغه کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد پرون ماښام په هغه غونډه کې چې د پنځو ولايتونو د ولسي جرګې د کاميابو نوماندانو نوملړ يې اعلاناوه دغه څرګندونې وکړې.
صياد وويل، د ولسمشريزو انتخاباتو د مهالويش پر جوړولو کارکوونکي مصروف و او له اړوندو ادارو، سره د بوديجې، تخنیکي او عملياتي مسئلو په اړه تر مشورو وروسته به راتلونکې اوونۍ د ولسمشريزو ټاکنو مهالويش اعلان شي.
که څه هم تر دې مخکې څو ځلې د ولسمشريزو ټاکنو مهالويش د بیلابيلو دلايلو پر اساس ځنډول شوی دی خو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنو کمېسيون د هغه مهالويش د تاييد خبره کړې وه چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی و او پکې راغلي دي چې د وري میاشتې په ۳۱ نيټه به ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او د دغه ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه به د لېندۍ پر ۲۴مه پیل شي.
د انتخاباتو څارونکو بنسټونو په باور، د ولسي جرګې تيرو ټاکنو ته په کتو ښايي د ټاکنو کمېسيون ونه شي کولی څو په شفافه او عادلانه توګه ولسشمريزې ټاکنې ترسره او سم مديريت کړي.



