(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۳)
راپورونه وایي چې په بادغیس او فاریاب ولایتونو کې لسګونه محلي پولیس د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
د خبرونو له مخې تیره ورځ د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یوڅلویښت (۴۱) تنه محلي پولیس له طالبانو سره یوځای شوي.
طالبانو د یادو امنیتي سرتیرو د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه کسان د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو د دولتي ځواکونو له لیکو را جلا شوي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو ۷ تنه سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي.
طالبان وایي چې یوځای شويو کسانو له ځان سره دوه میله کلاشینکوفونه هم تر دوی پورې ورسولي دي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې لسګونه امنیتي ځواکونهله دولتي لیکو رابیل او له طالبانو سره یوځای شوي دي.