طالبانو د ’بدري لښکر ۷‘ په نوم فلم خپور کړ

کابل.کام – د لېندۍ ۵مه، ۱۳۹۷:
د طالبانو اړوند منبع الجهاد سټوډیو نوی فلم، چې د طالب مشر پیغام ته هم په کې ځای ورکړل شوی، خپور کړ.
په دغه ویډیويي اصدار کې پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو له خوا د تیریو بیلګې ښوودل شوې، او دغه راز د پخواني طالب مشر جلال الدین حقاني انځورونو، د هغه په هکله دځینو شخصیتونو د خواشینیو پیغامونو او د نوموړي ویناوو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
په دغه فلم کې تر ټولو مهمه صحنه د تیر کال هغه لوی برید دی چې د پکتیا ولایت پر امنیې قوماندانۍ ترسره شو، چې په کې د امنیه قوماندان په ګډون نږدې ۲۰۰ دولتي چارواکي او عسکر ووژل شول.
په دغه ویدیويي اصدار کې، چې تر پایه له ترانو سره مل دی، د طالب سرتیرو د تمریناتو صحنې هم راوړل شوې او تر څنګ یې د ګردیز د برید په تړاو د دولتي چارواکو اعترافات هم ځای شوي دي.



