شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

آيا اشرف غني به د ژنيو له غونډې ډکه لمن راوړي؟

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 28, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

همدا مهال د ملګرو ملتونو په مرکز، چې اسيايي هيوادونه يې ژنيو او برتانيه يې جينيوا بولي، د افغانستان سره په تيرو کلونو کې د شوو مرستو او کړو ژمنو په اړه غونډه لري، چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله ورته د خيرات په تمه خانکونه پر سره ورغلي دي. د دې غونډې په اړه تر اوسه ازادو رسنيو هيڅ نه دي ويلي، چې د افغانستان لپاره به د مرستو په ژمنو تر کومه حده پريکړې وشي او يا به يواځې د تيرو ژمنو پخلى وکړل شي، خو افغان چارواکي تمه لري چې مخکې له افغانستان سره کومې مرستې شوې وې، د هغو په دوام به د پاتې مرستو ژمنې بيا تازه کړل شي.

افغان چارواکو تمه څرګنده کړې ده چې دوی سره به په ژنيو/جينيوا غونډه کې د غونډې برخوال نمايندګان په افغانستان کې د پانګونې، نورو مرستو، بهرنيو سودا ګرو او امنيت په ښه والي کې مرسته وکړي او هم به د سولې په اړه د روانو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړي. د افغان چارواکو په وينا د افغانسان لپاره به ډير څه ترې تر لاسه کړل شي.

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

په تيرو غونډو کې چې په بروکسل او ژنيو کې د افغانستان د موجوده حکومت سره ژمنې شوې، څلويښت سلنې ورکړه يې کابل حکومت مني، چې تر لاسه کړې يې دي، خو پاتې شپېته سلنې پسې دواړو ډاکټرانو اشرف غني او عبدالله لنګونه وهلي، چې پايلې به يې د غونډې له پای ته رسيدو وروسته خپله وګوري.

د افغانستان موجوده حکومت لپاره دوه ځايونه شته، چې يو يې بروکسل او بل يې ژنيو، په دواړو مرکزونو کې په تيرو ١٧ کالو کې تر ٣٠ زياتې غونډې شوې دي، خو د افغانستان اقتصادي، زراعتي، روغتيايي، پوهنې او روزنې، سياسي او امنيتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرابوالي روان دى.

روانې غونډې ته د نورو تمو تر څنګ افغان چارواکي د سولې د پر مختګ تمه هم لري. وايي چې د نورو هيوادونو د نمايندګانو تر څنګ به له دوو لوړ پوړو امريکايي چاراکو سره د غونډې په څنډه کې هم وګوري، هغوی به هم ورته په لمن کې يو څه واچوي، چې څه موده يې مخ په زوال حکومت پرې وپايي.

که اشرف غني او عبدالله د ژنيو د غونډې په څنډه کې له دوو امريکايي چارواکو (ديويد هليل او ميرمن اليس ولز) سره وګوري، هم له شوو ژمنو زيات څه ترلاسه کولاى نه شي. د ژنيو له غونډې شايد ډاکټر عبدالله او اشرف غني د دوو امريکايي يادو لوړ رتبه چارواکو سره بروکسل ته هم لاړشي، هلته به همغه بټ او همغه نينې وي، چې مخکينيو غونډو کې يې ژمنې شوې دي.

اشرف غني تمه لري چې څه به د ژنيو له غونډې او څه به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له غړو هيوادونو تر لاسه کړي، خو ګمان نه کيږي چې ډکه لمن به هيواد ته ستانه شي. اروپايي ټولنې په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر مرستې وکړې، خو امريکايي ملکي او نظامي افسرانو د افغان لوړ پوړو چارواکو سره (نيمه ستا او نيمه زما) کړې، اوس اروپايي هيوادونه هم په افغانستان کې هغه ډول مرستو ته زړه نه ښه کوي، کومې يې چې له ۲۰۱۵م وړاندې کولې.

افغان حکومت خو به تبليغ کړي چې دوه ډاکټرانو له ژنيو غوڼدې ډير څه راوړل، اما دواړه به خپل جګړه کې ښکيل هيواد ته تشه لمن راستنيږي.

لوی ټکي: اشرف غنيافغانستاناليس ولزبروکسلژنيوعبدالله
مخکینې مطلب

د اوکراين ولسمشر: احتمال شته چې روسيې سره جګړه ونښلي

بل مطلب

اشرف غني: غواړو طالبان د یوې ډیموکراتیکې ټولنې غړي شي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com