(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)
د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ وايي، امريکا د خپل امنيت خونديتابه لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي.
ډنفورډ ويلي، که امريکا غواړي يو ځل بيا د يوولسم ستمبر پېښه تکرار نه شي نو بايد متحده ايالات په افغانستان کې خپل نظامي حضور دوامداره وساتي.
نوموړي پرون د جمعې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په يوه مرکه کې وويل، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل نه د افغانستان، نه د سيمې او نه د امریکا په ګټه دي نو بايد د بهرنيانو د وتلو په اړه بايد په هوښارۍ ګامورنه پورته شي.
ډنفورډ اندېښنه څرګنده کړه، که امريکا له افغانستانه ووځي نو ښايي دغه هېواد يوځل بيا د وسله والو په پټنځای بدل شي.
تر اوسه طالبانو د ډنفورډ د وروستيو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی خو څو ورځې مخکې يې د امریکا د دفاع وزير جيمز متيس د هغو خبرو په غبرګون کې چې (د افغانستان شخړه حل کول غواړي خو له دغه هېواده نه ووځو) ويلي و چې افغان مسلمان او غيرتي اولس کلک تصميم لري چې ” امریکايي اشغالګر ځواکونه به په دې مجبوروي چې له افغانستانه ووزي”.
امریکا په وروستيو کې هڅې پيل کړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او له دغه هېواده خپل ځواکونه په امن توګه وباسي چې د همدې لپاره يې د زلمي خليلزاد په مشرۍ يو پلاوی ټاکلی او طالبانو سره يې په دې اړه څو ځلې ملاقاتونه هم کړي دي.


















