(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)
په مسکو کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د بهرنیو قدرتونو پر ځای باید افغانان خپل سرنوشت ټاکلو ته پریښودل شي.
خلیلزاد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ایګور مورګلولوف سره د لیدنې پرمهال ویلي، د افغانستان ستونزه هیڅ نظامي حل نه لري او باید له سیاسي لارو یې د حل کولو هڅې وشي.
خلیلزاد ویلي، یو امن افغانستان هم د روسیې او هم امریکا لپاره ګټور دی او دا یقیني ده چې د دغه هیواد د روانې ۴۰ کلنې جګړې یواځنۍ حل سیاسي مذاکرات دي.
خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو سره د لیدنې وروسته مسکو ته تللی او ټاکل شوې ده چې نوموړی به تر دې وروسته ازبکستان، متحده عرب اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.

















