ټرمپ له طالبانو سره پر مصالحې باندي ټینګار کوي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۸۰)

امریکايي اخبار لاس انجلس ټایمز د ډسمبر پر ۸ مه باندي لیکي د ټرمپ حکومت غواړي چي د طالبانو سره د بل کال د اپریل تر میاشتي پوري رسمي خبري پیل کاندي، ځکه د افغان د جنګ نظامي بن بست جمهورریس ټرمپ سخت بې حوصلې کړی دئ. امریکايي مقامات وايي د دې مذاکراتو لنډ مهاله هدف اقلا یو داسي موقتي اور بند دئ څو د افغان ملکیانو او نظامیانو د زیاتیدونکو تلفاتو مخه و نیسي.

ورځپاڼه لیکي خو په افغانستان کي د یوې پراخي او جامع سیاسي روغي جوړي افقونه څه پیکه ښکاري، او که چیري ټرمپ په عجله را ووځي، هغه به دا سیاسي ریسک له ځان سره ولري چي ښايي افغانستان یو ځل بیا د القاعدې اډه وګرخي. بلخوا، که چیري ټرمپ د طالبانو سره په خبرو کي پرمختګ و نه کړي، هغه به د دوو پخوانیو امریکايي جمهورریسانو په شان په یوه نه ګټونکي جنګ کي راګیر وي. امریکايي جنرالان وايي که چیري امریکا له افغانستانه په عجله راووځي، د کابل رژیم او اردو به سمدستي سقوط وکړي.

په داسي حال کي چي خلیلزاد د طالبانو سره د سولي د مذاکراتو په پیلولو لګیا دئ، هغه افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی دئ چي هغوی باید د متحده ایالاتو پر نظامي حمایت باندي د ابد لپاره حساب و نه کړي. ځیني افغان مقامات نه غواړي چي امریکا له افغانستانه راووځي.

خو ستر مشکل دا دئ چي طالبان د کابل له حکومت سره خبري نه کوي. ګوډاګی او مزدور ئې بولي. ټرمپ تېره میاشت وویل چي د افغان د لانجې د ختمولو په اړه محتاطانه خوشبین دئ، خو هغه زیاته کړه، «اوس لا وختي دئ چي د نهايي نتایجو په باب څه وویل سي.» ټرمپ څو ځله په خصوصي مجلسونو کي ویلي دي چي افغانستان د زیاتو عسکرو د استولو پر تصمیم باندي پېښمانه دئ، ځکه په افغانستان کي د پرمختګ هیڅ علایم نه ګوري.

د افغانستان د سولي په لاره کي یو بل خنډ پاکستان دئ.‌ ټرمپ په یوه لیک کي له عمران خانه مرسته غوښتې ده. خو د سیا پخوانی مامور، بروس ریډل، وايي،«زه ګومان نه کوم چي پاکستان به کومک راسره وکړي، ځکه عمران خان له ټرمپ څخه کرکه لري،‌ او عمران خان لپاره هیڅ موجه دلیل نسته چي د ټرمپ سره کومک وکړي.»

خو له یوې خوا خلیلزاد په بېړه کي دئ، او له بلي خوا اشرف غني د طالبانو سره د خبرو لپاره ښه اپشنونه نه لري. ځکه زیاتره افغان اقلیتونه د طالبانو سره مذاکرات او مصالحه نه خوښوي. د افغان د چارو جرمن متخصص، ښاغلی روتینګ، وايي کېدای سي چي د طالبانو سره یوه روغه جوړه تر لاسه سي، مګر پدې شرط چي د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره یوه تقسیم اوقات باندي موافقه وسي. خو بیا ډیر جنجالي موضوعات دا دي چي طالبان به په آینده حکومت کي څه نقش ولري، خپل جنګیالي به په اوسني نظام کي څرنګه مدغم کړي، او د حکومت څرنګوالی به څرنګه وي. دا هغه مسایل دي چي په شپږو میاشتو کي ئې د فیصله کولو چانس ډیر کم دئ.

خو ښاغلي روتینګ وايي،« مهمه خبره دا ده چي ډیر وخت نسته. هر څوک لدې ډارېږي چي هسي نه چي یو سهار له خوبه راپاڅېږو، او جمهورریس ټرمپ په خپل ټویټر کي لیکي وي: موږ له افغانستانه همدااوس راوځو.»

_____________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button