لاس انجلس ټایمز: هرڅوک له دې ډاریږي چې ټرمپ به ناڅاپي د عسکرو ایستلو پریکړه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)
د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان روان جګړیز وضعیت ټرمپ سخت وارخطا کړی او هڅه کوي ژر تر ژره یې ختم کړي.
ورځپاڼه وایي،ډیری افغان چارواکي د امریکا پر وتلو اندیښمن دي خو خلیلزاد یادو دولتي چارواکو ته په واضحو ټکو ویلي چې د امریکا پر نظامي ملاتړ دې ډیر باور نه کوي ځکه امریکا نه غواړي د تل لپاره د افغان حکومت ملتیا وکړي.
لیکوال زیاتوی، ،طالبان د غني اداره بې واکه بولي او هیڅ اعتناء ورته نه کوي خو که امریکایان په بیړه له افغانستان څخه راووځي، ښایي دا هیواد په لنډ وخت کې د هغوی لاس ته ولویږي.
یادې ورځپاڼې ته د افغانستان د چارو جرمني کارپوه ښاغلی روتټینګ ویلي ؛ د طالبانو سره روغه جوړه کیدونکې ده ،خو لوی شرط دادی چې امریکايي عسکر د خپلو وتلو لپاره یو مهال ویش وټاکي.
یاد جرمن کارپوه ویلي ، تر ټولو د فکر وړ خبره دا ده چې هر څوک له دې څخه ډارېږي چي هسي نه یو سهار له خوبه راپاڅېږو او جمهورریس ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وي ؛



