(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۹)
پاکستاني چارواکي وایي ، پر ډیورند کرښه یې د اغزن تار غځولو لړۍ په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده او ښایي د راتلونکي میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
د پاکستاني چارواکو د ادعا تر مخه، د تار په غځولو کې ورسره د افغان حکومت کامله همغږي شتون لري او هیڅ کوم مشکل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ورته نه دی را ولاړ شوی.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه چارواکي محمد شهزاد ویلي، پر ډيورنډ د اغزن تار غځولو کار نیمايي شوی چې ورسره د پاکستان امنیت هم ښه شوی دی.
نوموړی دغه راز وایي، زرګونه کیلو متره سیم غځول شوی او سلګونه پوستې یې په اوږدو کې اچولې دي؛ او خپلو سرتیرو ته یې امر کړی ، هغه کسان چې په نا قانونه توګه ترې د اوښتلو هڅه کوي، مخامخ په نښه کړي.
د یادونې وړ ده چې افغان سرحدي ځواکونو څو ځله د یاد سیم پر وړاندې د مخنیوي هڅه وکړه خو له یوه لوري افغان حکومتي چارواکو ورته د وړاندې تګ اجازه نه ورنه کړه او له بل پلوه پاکستاني چارواکو هغه اسناد چې د دې فرضي کرښې د منلو او اغزن سیم د تیریدو په تړاو د ولسمشر غني حنیف اتمر او ځینو لوړ رتبه افغان چارواکو لاسلیکونه پرې شوي و، ور ښکاره کول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ رسماً د کرښې د څرنګوالي او اغزن سیم د تیرید په تړاو کوم غبرګونه نه دی ښوودلی ،خو د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر څو اونۍ وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و، چې د خپل واک پر مهال یې د ولسمشر غني په حکم پر ډیورند کرښه د اغزن سیم تیریدل له پاکستاني پلاوي جنرال عامر سره منلي وو.

















