کندهار: يوې پوځي چورلکې سقوط کړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)

د کندهار ولايت هوايي ميدان ته څېرمه يوې پوځي چورلکې سقوط کړی چې پکې نظاميانو ته تلفات اوښتي دي.

ځايي خبري سرچينې وايي، پېښه تيره شپه د لس بجو په شاوخوا کې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې رامنځته شوې چې له کبله يې ګڼ شمير عسکرو ته مرګ زوبله اوښتې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې ياده چورلکه د افغان ځواکونو پورې مربوط ده او که د بهرنيانو اړند ده خو ويل کېږي چې يادې چورلکې نسکورېدل له ځان سره تلفات هم لري.

له بله پلوه د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې د چورلکنې نسکورېدو پر مهال په ياده چورلکه کې يو شمير پوځيان سپاره و چې ځينو يې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د يادې چورلکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي.

خو تر دې مخکې د افغان پوځ چورلکې د طالبانو له خوا په نښه شوي او نسکورې شوي چې د دغه ولايت په معروف ولسوالۍ کې وروستۍ چورلکه د نومبر په څلورشتمه نيټه سقوط شوې وه چې د دفاع وزارت يې د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزه بللې وه او طالبانو بيا ويلي و چې چورلکه د دوی د ملګرو له خوا په برید کې نسکوره کړل شوه.

که څه هم دفاع وزارت په ياده چورلکه کې د ملي اردو د دوو سرتيرو وژل کېدل او دو نورو ټپي کېدل تاييد کړل د ځايي سرچينو په وينا په الوتکه کې د عسکرو شمير زيات و او ټول وژل شوي و.

په وروستيو کې د افغان پوځ اړوند چورلکو نسکورېدل زيات شوي چې تر ډيره د طالبانو په مخامخ بريدونو کې له منځه وړل کېږي خو د دفاع وزارت د يادو چورلکو نسکورېدل يا تخنيکي ستونزې او يا هم بيړنۍ ناستې بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button