سوډان: د چورلکې نسکوريدو پېښه کې د والي په ګډون اووه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)

د سوډان دولتي سرچينې وايي، په قضارف ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو يوې چورلکې سقوط کړی چې له کبله يې د پنځو چارواکو په شمول اووه کسان وژل شوي دي.

د سوډان رسمي خبري اژانس ويلي، چورلکه د ايتوپيا پولې ته څېرمه “القلابات” د کیناستلو پر مهال لوېدولې او اور يې اخيستی او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سرچينې په وينا، په الوتکه کې د دغه ولايت والي ميرغاني صالح، د دغه ولايت د کرنې او استخباراتو رئيسان هم سپاره و چې د الوتکې نسکورېدو پر مهال وژل شوي دي.

د ځايي مسوولينو په وينا، په دغه چورلکه کې ټول يوولس کسان سپاره و چې اووه تنه يې مړه شوي او څلور نور ژغورل شوي دي.

تر اوسه د دغه الوتکې د نسکورېدو په اړه ځايي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د پيښې ځای ته نږدې سرچينو ويلي چورلکه کې د کېناستلو پر مهال چاودنه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button