د طالبانو په هغه زندان بمبار شوی چې دولتي عسکر پکې ساتل کېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)
د هلمند ولايت ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په هغه زندان بمبار شوی چې په جګړو کې نيول شوي عسکر پکې ساتل کېدل.
دغه بمبار تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط “دلجي” سيمه کې شوی چې طالبان وايي د بمبار پر مهال په زندان کې شپاړلس عسکرو شتون درلود.
د طالب وياند يوسف احمدي په وينا، په بمبارۍ کې درې عسکر وژل شوي او ديارلس تنه نور مرګوني ټپيان دي په خبره يې په دغه بمبارۍ کې طالبانو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بمباري بهرنيو ځواکونو او که افغان هوايي ځواک ترسره کړې ده.
دا مهال له طالبانو سره د دولت زرګونه نظامي کسان، پوليس، اربکيان او د ملي اردو سرتيري بنديان دي چې د هېواد په بيلابيلو سيمو کې يې په خپلو زندانونو کې ساتي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو پر زندان بمباري کېږي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د طالبانو په زندانونو هوايي بريدونه او چاپې ترسره شوي چې د بندي دولتي عسکرو تر څنګ په جنايي جرمونو ککړو کسانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



